
(روهي ـ ۱۳۹۷لمریز،غبرګولې۳مه) انډیپینډینټ نشریې په یو مطلب کې راغلي، چې د عراق په جګړه کې امریکا په خپله موټر بم بریدونه کول.
د یادې مقالې لیکوال رابرټ فیسک ویلي، امریکایانو د دې لپاره چې د عراقي جنګیالیو له حملو ژغورل شوي وي او په دې هېواد کې يې د شیعه او سني په نامه خپلمنځي جګړه ګرمه ساتلې وي.
لیکوال د یوه پوځي له خولې لیکلي، چې دی په داسې روزنځي کې روزل کېده چې ۷۰سلنه يې د موټر چلول زده کول او ۳۰ سلنه ورته د وسلو زده کړه ورکول کېده.
دغه پوځي په دې اعتراف کړی، چې ګڼې پېښې يې په یاد دي، خو لومړی ځل ورته د خپل قومندان له خوا یو موټر ورکړل شو، چې په بغداد کې باید د یو لوی مسجد له څنګ سره ودرېږي او د نورو هدایاتو لپاره تلیفوني اړیکه ټینګه کړي.
نوموړي دغه لیکوال ته خپل بیان داسې کړی؛ کله چې له موټره ښکته شو، ګوري چې د موبایل انتن يې کار نه کوي، له موټره څو متره لرې کېږي، غواړي له خپل قومندان سره اړیکه ونیسي، چې اوس باید څه وکړي، په همدې وخت کې هماغه موټر چې دی پکې تر دې ځایه راغلی و، له مسجد سره لویه چاودنه کوي.