کشمیر کې د هندي او پاکستاني پوځیان ترمنځ نښته شوې

(روهي ـ ۱۳۹۷لمریز،غبرګولې۳مه) ویل شوي، چې په دې وروستۍ اونۍ کې د پاکستاني پوځیانو په بریدونو کې اووه کسه وژل شوي او ۱۸ نور ټپیان دي.
 
په راپورنو کې راغلي، چې دغو پوځیانو پر هندي کشمیر درانه بریدونه هم کړي دي.
 
معلوماتو له مخې، بریدونو له امله ګڼو کسانو خپل کورونه پرې اېښي دي او د هندي ځواکونو اډو ته ورغلي دي.
 
بل خوا هندي پوځیانو هم په ورته ډول بیا پاکستاني عسکرو ته سخت ځوابونه ورکړي دي، خو د تلفاتو په اړه یې معلومات نشته دي.
 
د کشمیر په سیمه باندې چې له کلونو راهیسې د دواړو هېوادونو شخړه روانه ده.