له کتابچو جوړ هغه بيرغ، چې له اسمان هم ښکاري!

روهي (پنځه نۍ/۳ د غبرګولي)، د لبنان په پلازمېنه بيروت کې، (د بيروت امريکايي پوهنتون) محصلينو د ياد هېواد دومره پراخه بيرغ جوړ ګړ، چې له ډېرې پورته فضاء څخه هم د لېدلو وړ دی.

دغه بيرغ څلور کېلو متره (۴۰۳۹) متر مربع پراخوالي، د پوهنتون د محصلينو له خوا د ښوونځيو د کتابچو د يو ځای کېښودو څخه په شريک ډول جوړل شوی او د ګډ بيرغ نوم ورکړل شوی دی.

د بيرغ جوړونکي وايي، چې له دې کار څخه يې موخه د لبنان په دولتي ښوونځيو کې د زده کړو په اړه عامه پوهاوی او په يادو ښوونځيو کې د زده کړو د کچې لوړالی دی.

د لبناني محصلينو دغه چاره په رسمي ډول د نړۍ د رېکارډونو په کتاب (ګېنس) کې ثبت شوه او د نړۍ د ترټولو لوی بيرغ رېکارډ يې جوړ کړ.

د يادو وړ ده، چې د مراسمو له پای ته رسېدو وروسته په بيرغ کې کارول شوې زرګونه کتابچې د دولتي ښوونځيو په زده کوونکو په وړيا ډول ووېشل شوې.