چينلې ډېرې شوي له ميډيانه به څه جوړ شـــــــي
شمشادسره مې مينه ده فردا نه به څه جوړشــــــي
داولې چې شمشاد له خپل کلتورځنې وانه وښت
نورين نه به څه جوړشي له سبانه به څه جوړشـــي
له يونه به هم داسې څه وانه وري چـــې پرې ارزي
امروز دې بلا ووهي اريا نه به څه جوړشــــــــــــــــي
هرڅوک دځان په غم دي پروادبل چانکــــــــــــــړي
ولس ته خدمت نشته دهرچا نه به څه جوړ شـــي
روان يوتجارت دى په همدې ټلوېزيونونـــــــــــــــو
راډېو نوره څوک نه اوري صفانه به څه جوړشــــي
طلوع دى ځان ټينګ کړى په هنديوسريالونـــــــــو
تلسي چې پکې نه وي نوله ( با) نه به څه جوړ شي
ساحل چې اوس دنوروجينکيو عشق اخستــــــــى
سرې سترګې ګرځوي چې له ګنګا نه به څه جوړ شي
هاتېره شپه ملګرو ددلهن سريال ته ناســـــــــــــــت وم
ويديا چې پکې نه وي سندورا نه به څه جـــــــــوړ شي
راځۍ چې پارلمان په لوري هم سرورښکاره کــــــــړو
فوزيه چې پکې نه وي له جويانه به څه جوړشـــــــــــــــي
يواځې قانوني ،څووکيلان سره راټــــــــــــــــــــــــول وي
بوتل چې په کې وار شي له شورانه به څه جوړشــــــــــي
چې خوله دې بېرته کړې ده هېڅ څوک درنه خلاص ندي
انصاف دې شه روزي شاعره ما نه به څه جوړشــــــــــي
دې خولې ته دې قلف واچوه نوربس کړه داخبــــــــــــرې
زندان به دې شي ځاى نوبياله تانه به څه جوړشـــــــــــي
بېتاب مجنون
وروستي