
(روهي ـ۱۳۹۷لمریز،غبرګولې۳مه) پروېز مشرف تازه له امریکا غږ سره په یوه مرکه کې ویلي، چې پاکستان د امریکا ملګری و، خو امریکا پرېښود.
نوموړي ویلي، چې امریکا تل پاکستان د خپل ضرورت په وخت ملگری کړي او بیا یې پرېښی.
د پروېز په وینا، له پاکستانه امریکا یوازې د اړتیا پر مهال استفاده ترې کړې ده.
ښاغلي مشرف په خپلو خبرو کې زیاته کړې، چې دواړو هېوادونو ته په کار ده، ترڅو سره کینې او ستونزې حل کړي.
هغه ویلي، چې د امریکا او پاکستان د اړیکو د خرابېدو ستر لامل افغانستان دی او په افغانستان کې روان وضعیت ددې سبب شوی چې امریکا او پاکستان په خپلو کې سره ښې اړیکې و نه لري.