لـــــــــــــيلادبام په سر نڅــــــا ژغ دشپيلي جانانه
وطن دي ټول نغمه نغمه سپينه سپوژمۍ جانانه
سپيني هيلۍ وي نن کتار دشين اسمان په لمن
په ډولـــــومستي وي نغــــــــــمي دازادي جانانــه
دتورشامارو زکندن بلبل چي مست په نغمو
چي غوټي ګل دپشتونخوادخپلواکي جانانه
توتکي هم وي په ګډاسپرلئ سپرلئ وجانانه
شکلي پزاپه ترانووخت دسيالي جـــــــــــانانه
کي دنفرت زولني ماتــــي دازادي په نارو
دسروياقوتواميل خوند دشاپيري جانانه
غزل غزل وشنه توتيان لکه نغمه درباب
دځان ځاني ټغروټول شکلي هوسي جانانه
سپيني کوتري وي دامن رنګينوپوشلي
دازادي لمر راختلي په نړي جـــــــــانانه
په سروګلونو وپوشلي سندريز پشتنو
ملي اخترالکوزيه دځواني جـــــــــانانه
منان الکوزي کوټه
وروستي