د انګلستان دفاع وزیر: انګلستان باید طالبانو سره رسمي خبرې پیل کړي

(روهي ـ ۱۳۹۷لمریز،غبرګولی۲مه) په رسنیو کې راغلي، چې د انګلستان د دفاع وزیر ویلي؛ انګلستان دې د روانې جګړې د پای ته رسولو له پاره له طالبانو سره رسمي خبرې وکړي.

ښاغلي د ګاوین ویلیمسن له خولې لیکلي چې هغه د پارلمان غړو ته ویلي چې د افغانستان د جګړې د پای ته رسولو له پاره یوه اوږد مهاله حل ته اړتیا ده.

په ورته وخت کې د انګلستان لومړی وزیر هم له طالبانو سره د خبرو کولو ملاتړ کړی دی.
 
دا په داسې حال  کې ده، چې افغان حکومت طالبانو سره د خبرو کولو له پاره یوه طرحه وړاندې کړې، خو طالبان وایي چې دوی له امریکا سره خبرې کوي.