د فطرت يو څو ريکارډونه


ګرمې چينې

ديو شمير چېنې اوبه ځکه ګرمې وي ، چې اوبه يې د ځمکې لاندې ګرمې شوې وې ،يا خو هم اورغورځونکي دا اوبه ګرمې کړې وې او يا هغه کاڼي چې د ځمکې لاندې ګرم دي دا اوبه يې ګرمې کړې. په نړۍ ګې تر ټولو ډيرې ګرمې چينې په يلوسټون پارک ( Yallowstone-Netionalpark) کې د امريکا دي. په دا پارک کې ۱۰۰۰۰ ځايونو کې دا چينې خوټيږي او زياتره وخت سلفر ګاز هم يو ځای د دې چينو سره راپورته کيږي چې ډير بد بوی هم لري.
د نړۍ تر ټولو لوی ځړوبی (ابشار)
د آنجل ځړوبی چې د جنوبي امريکا په ونزويلا مملکت کې دی، په ۱۹۳۳ ميلادي کال کې يو پيلوټ په نوم دې جيمي آنجل چې په اصل کې د زرو په لټه کې وو دا ابشار کشف کړو ،چې د ده په وياړ يې دا ځړوبی هم وبللو.د آنجل ځړوبی له اويان تېپوي (Auyan Tepui ) له غره نه د ۹۷۸ مترو اوږدوالي سره ځمکې ته راغورځي. البته اوبه يې په لاره کې سره پاش شي او د ورېځو بڼه ځان ته غوره کړي ،بيرته ځمکې ته په رارسيدلو سره ،اوبه يې بيرته سره يو ځای شي .

د نړۍ تر ټولو اوږده سمڅه

د دې سمڅې نوم له لوی قبل التاريخ فيل څخه اخيستی شوی ،چې د ماموت سمڅه (Mammoth-cave) نوميږي او په لويزويلې (Louisville) د امريکا کې ده.دا سمڅه ۹۵۰ کيلومتره اوږده ده.شا او خوا ۳۵۰ مليونه کاله مخکې کېنتکي (Kentucky ) يو لږ شانته ژور سمندر وو. د وخت په تېرېدو سره اوبه له منځه لاړې او يوه نوې ځمکه رامنځ ته شوه چې د دې ځمکې لاندنی برخه له چونې ډبرې نه او پاسنی برخه يې له شګو نه جوړه شوی وه. د وخت په تېريدو سره ډول ډول دريابونه ،ويالې او لښتيو معمايي لارې او سمڅې په دا ځمکه کې جوړې کړې.
دماموت سمڅه له ۲۰۰ کالونو نه را په دېخوا خلک ځان ته رابولي خو د شهورت عمر يې ډير زيات دی.۴۰۰۰ کاله په خوا سورپوستکو به دلته قيمتې ډبرې ټولولې. د سروپوستکو بوټونه ،له کدو نه جوړ شوي بوتلونه او له ګوجي نه يې جوړې شوې کاسې په همدا سمڅه کې موندل شوي. په ماموت سمڅه کې شا او خوا ۲۰۰ مختلف ډوله ژوي هم اوسيږي.

د نړۍ تر تولو ژور سمندر

د بايکل سمندر چې په صايبريا کې دی تر ټولو ژور سمندر دی. ژورتيا يې ۱۶۰۰ متره ده او ۲۵ مليونه کاله يې له شتون نه کيږي ، په دا ډول دنړۍ تر ټولو زوړ سمندر هم دی.بايکل سمندر تر نورو سمندرونو ډيرې اوبه هم لرې. په بايکل سمندر کې داسې ژوي ژوندکوي چې په بل ځای کې يې نه شو موندلی. د دې ډول ژويو شمېر ۲۵۰۰ ته رسيږي. د ژمي په ساړه کې سمندر په بشپړ ډول سره يخ شي. د يخ ضخامت يې تر يو متر رسيږي چې موټر او لاری د سړک په ټوګه کار ورڅخه اخلي.

د نړۍ تر ټولو اوږد سيند

نيل په خپل ۶۶۷۱ کيلومتره اوږدوالي سره د نړۍ تر ټولو اوږد سيند دی.دا سيند په شمال د افريقا کې دی چې له شپږو ملکونو نه تېرېږي لکه بوروندی، روندا،تونس،اوګاندا.،سودان ،مصر او په پای کې د مديترانه سيند سره يو ځای کيږي. د همدې سيند له وجه دا مملکتونه تر نورو افريقايي ملکونو بډا دي.
\"\"