ايا يواځې سپينې چرګې  سپينې هګۍ ږدي؟

 
 

د هګۍ رنګ په باب خلک ډول ډول مفکورې لري ،څوک وايي چې سپينې چرګې سپينې هګۍ ،او نصواري چرګې (د رنګه بڼکو درلودنکي چرګې) نصواري هګۍ ږدي. ځينې نور بيا په دې اند دي چې ازادې چرګې نصواري او په کوټنۍ کې چرګې بيا سپينې هګۍ ږدي. او جالبه دا ده چې ډير خلک نصواري هګۍ خوښوي که څه هم د هګۍ په خوند اوګټه کې هيڅ ډول توپير نه شته.
ښه اوس پوښتنه دا وه چې ولې د هګۍ رنګونه توپير لري او علت يې څه دی؟
د هګۍ رنګ د چرګې د غوږ د رنګ سره تړاو لري ،که چېرې د چرګې غوږ سپين رنګ ولري نو هغه جرګه سپينه هګۍ ږدي او که د چرګې غوږ سور رنګ ولري نو نصواري هګۍ ږدي.
\"\"
 
 
يادونه : دا او دې ته ورته ليكنې ، د ماشومانو لپاره كيسې ، شعرونه او نور په زړه پورې او معلوماتي مطالب د ماشومانو د ادبياتو د كور په پاڼه كې لوستلى شئ .
پته:
Mashom.blogfa.com