
روهي (څلورنۍ/۲ د غبرګولي)، د وېنزوېلا ولسمشر (نیکلاس مادورو) د يو لوړپوړي امريکايي ډېپلماټ (تاد رابینسون) ته وخت ورکړی، چې د ۲۴ ساعتونو په دننه کې له ونېزوېلا څخه بهر شي.
ولسمشر دغه څرګندونې تېره ورځ د ولسمشر په توګه د خپلې نوې ټاکنې د لوړې په مراسمو کې کړي او تاد رابینسون د حکومت پر ضد په دسېسو جوړولو تورن کړی دی.
وېنزوېلا په سويلي امريکا کې د امريکا متحدو ايالتو د پالېسيو سره مخالف هېواد دی. د وېنزوېلا پخواني ولسمشر (وګو چاوز) د ولسمشر بوش او اوباما له ادارې سره مخالفت درلود په وېنزوېلا کې يې د لاس وهنو اجازه نه ورکوله.
له هوګو چاوز وروسته نوی ټاکل شوی ولسمشر نیکلاس مادورو د لوړې په لومړۍ ورځ د امريکا ضد څرګندونې وکړي او د يو ډېپلماټ د وتلو امر يې ورکړ.