د واک تږي او قرباني ولس

زموږ ګران هېواد افغانستان چې د ګڼو افغانانو د وینې د توییدو محصول دی، اوسنی جمهور ریس ډاکټر محمد اشرف غني یې د پردیو له مداخلو باسي او غواړي په بهرني او کورني سیاست کې تر بریالیتوب وروسته دا هېواد باامنه او له نورو سره سیال کړي. خو هغه کسان چې بېرته واک ته رسیدل یې نا ممکن شوي غواړي د غننوي لویې جرګې په رابللو خپلو اهدافو ته ځانونو ورسوي او د هېواد ژغورنې پر ځای قرباني ولس لا د څرېښو ډنډ ته ټېل وهي.

دهېواد پخوانی ولس مشرحامد کرزی په مسلسله توګه د عننوي لویې جرګې په رابللو ټینګار کوي او وایي چې هېواد له بهرني حالت سره مخ دی باید لویه جرګه راوغوښتل شي، اول خو هېواد له بهرني حالت سره هېڅ مخ ندی او بل دا چې اساسي قانون لویه جرګه تعریف کړې ده چې باید کله راوغوښتل شي.

د اساسي قانون په شپږم فصل کې د لویې جرګې په اړه داسې راغلي دي:
لویه جرګه د افغانستان د خلکو د ارادې تر ټولو لوی مظهر دی.
د ملي شوراله غړیو او د ولایتونو او ولسوالیو د جرګو له رییسانو څخه جوړیږي.

په عنعنوي لویه جرګه کې غړي د انتخاباتو له لارې نه ټاکل کیږي او د غړیو لپاره یې مشخص میکانیزم نشته خو د اساسي قانون مطابق لویه جرګه کې یوازې د ملي شورا غړي او د ولایت جرګو او ولسوالي جرګو رییسان راغونډیږي. په عنعنوي لویه جرګه کې به مثلا د یوې سیمې یا یوه قوم خان او سپین ږیری د خلکو د استازي په حیث په لویه جرګه کې شاملېده خو اساسي قانون په لویه جرګه کې د خلکو استازي تعریف کړي دي.

حامد کرزی وخت ناوخت دا هم وایي چې موږ شفاف انتخابات غواړو باید لویه جرګه راوغوښتل شي تر څو د روان وضعیت لپاره تصمیم ونیول شي، په لومړۍ جمله کې ولسمشر لویه جرګه غواړي او په دوهمه جمله کې وایي چې باید د وضعیت د مهار لپاره باید لویه جرګه دایره شي ، نو کله چې انتخابات کیږي بیا لویه جرګه په څه مانا؟

د پخواني ولسمشر دغه خبره هېڅ منظقي اړخ نلري یوازې خپلې ګټې یې په سترګو پټې کړې دي او په یو نه یو ډول غواړي چې خپلو هدفونو ته چې ټول سره ښه پې پوهېږو ځان ورسوي.

په تیرو وختونو کې چې عنعنوي لویو جرګې نتیجه ورکوله، خپل دلایل یې لرل: یو دا چې ټولنه په خپل طبیعي حالت کې وه او د قوم مشرانو او سپین ږیرو یا لږ یا ډیر اعتبار درلود خو په تیرو څلویښت کلونو کې اول چپیانو، بیا مجاهدینو او اوس طالبانو د قوم مشران او سپین ږیري ځبلي، شړلي او له صحنې ایستلي دي. د خلقیانو په وخت کې به یو اتلس کلن چپي زلمي د خان او فیوډال په نوم د قومونو مشرانو ته لاس وراچاوه او بندیخانې ته به یې کشول. زموږ په هغو کلیو کې چې همدا اوس طالبان یا جنګسالاران قدرت لري، د قوم له سپین ږیرو سره هماغسې خلقي چلند کیږي. موږ ګڼ مثالونه لرو چې یو چړي به د قوم سپین ږیری لښتو ته اچولی وي. منظور دا چې اوس د قومي متنفذ په نوم څوک نه دي پاتې او د کلیوالو په سرنوشت جګړه مار لوبې کوي.

له بلې خوا په تیرو پیړیو کې چې اساسي حقوق او انتخابات په اوسنۍ بڼه موجود نه وو، نو عنعنوي لویې جرګې له ټولو عیبونو سره سره ډیرې غنمیت وې، خو اوس چې د اساسي قانون په برکت هر څوک د رایې حق لري او د لویې جرګې د غړیو د ټاکلو لپاره قانوني او عادلانه لاره پیش بیني شوې ده، نو ولس ولې یو تر لاسه کړی حق او امتیاز له لاسه ورکړي؟

موږ پخواني ولسمشر ښاغلي حامد کرزي ته احترام لرو په سختو حالاتو کې یې د دغه جنګ ځپلي هېواد ولسمشري کړې خو اوس مو هم ترې غوښتنه دا دا چې د هېواد ژغورنې لپاره دې داسې طرحه وړاندې کړي چې د تطبیق وړ وي.

د دغه هېواد هر فرد حق لري چې د ښه حالت لپاره منظمه او تطبیقونکی طرحه چې له اساسي قانون سره په ټګر کې نه وي وړاندې کړي، خو داسې نه چې کومه طرحه او پلان نه په منطقي ډول د تبیطق وړ وي او نه له اساسي قانون سره سمون خوري.

له پخواني ولسمشر سره که د دغه مظلوم او جنګ ځپلي هېواد د ژغورنې ریښتینی او پاک فکر ورسره وي د حکومت له مشرانو سره دې کېني او په داسې لارو چارو دې فکر وکړي چې هم هېواد له بد حالت څخه اوباسي اوهم مو د نورو له مختاجۍ څخه خلاص کړي.