
روهي (څلورنۍ/۲ د غبرګولي)، د راپورونو له مخې پاکستاني ځواکونو د هند تر والکې لاندې کشمير باندې بريدونه کړي، چې له امله يې د يو اتو مياشتو ماشوم په ګډون اته کسان وژل شوي دي او ۱۸ نور په کې ټپيان شوي دي.
د رويټرز د خبر له مخې، له تېرې يوې اونۍ راهيسې پاکستاني او هندي ځواکونه په کشمېر سيمه کې سره جګړه کوي، چې په پايله کې يې مرګ - ژوبله اوښتې ده.
د اته مياشتني ماشوم کورنۍ وايي، "د شپې ناوخته وو، ماشوم د خپل مور په غيږ کې ويده وو. د ژړا غږ په اورېدو سره مو ولېدل چې ماشوم په ګولۍ لېګدلی او په وينو کې پروت دی."
د جګړې او بريدونه کلی (اکنور) نوميږي، چې د ناامنيو او له امله په کې سيمه ييزې هټۍ تړل شوې دي او خلک په کورونو کې بند دي.
له کالونو راهيسې د هندوستان او پاکستان ترمنځ د کشمير پر سر جګړه روانه ده، چې ډېری وخت په کې د پوځيانو ترڅنګ، ملکي کسانو ته هم په کې مرګ - ژوبله اوړلي.