
(روهي ـ۱۳۹۷لمریز،غبرګولی۲مه) ایران؛ د امریکا غوښتنې رد کړي دي. ویلي یې دي، چې د سوریې او عراق څخه به کله هم خپل ځواکونه او ملیشې ونه باسي.
ددغه هېواد د ملي امنیت شورا مشر علي شمخاني ویلي، چې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر پمپیو په ستراتیژي او غوښتنو کې هیڅ نوې خبره نشته، بلکې ټول هغه خوبونه دي، چې ټرمپ یې ویني.
د ښاغلي شمخاني په وینا، مونږ به په عراق او سوریه کې تر هغو پاته یو تر څو چې هلته تروریزم شتون لري.
هغه زیاته کړې، چې د ایران په اړه د امریکا ستراتیژي به په سیمه او نړۍ کې د ایران سیاست ته هیڅ بدلون ورنه کړي.
داسې ښکاري، چې ایران د امریکا له لوري د بندیزونو او اټومي تړون د لغوه کېدو وروسته پر اروپا، چین او روسیه باندي تکیه کوي، تر څو په تړون کې ورسره پاتې شي.
د راپورنو له مخې، له دې وړاندې د ایران ولسمشر حسن روحاني هم د امریکا د بهرنیو چارو وزیر ۱۲ غوښتنې رد کړې.
هغه ویلي و، امریکا حق نه لري چې ایران او یا بل کوم هیواد ته شرطونه کښيږدي چې څه باید وکړي او څه نه، بلکې ایران به د خپل ولس په مټ خپل سیاست پر مخ وړي.