
روهي (څلورنۍ/۲ د غبرګولي)، د هندوستان په (کرېلا) ايالت کې د (لیني پټوسریري) په نوم يوه هندۍ نرسه په (نېپهNipah) وژنکې ويروس اخته وه، چې په روغتون کې ساه ورکړه.
لیني پټوسریري ۲۸ کاله عمر درلود، دوه کلن او پنځه کلن دوه ماشومان يې لرل او په کرېلا ايالت کې يې د نرسې دنده پرمخ وړله.
نوموړې په (Nipah) ويروس اخته شوې وه او دغه وژنکی ويروس له حيواناتو څخه انسانانو ته انتقاليږي، چې په کم وخت کې د مړينې سبب کيږي.
لیني پټوسریري پوه شوې وه، چې په (Nipah) وژنکي ويروس اخته ده او شونيتا نشته چې ژوندۍ به پاتې شي، نو په همدې اساس يې خاوند ته ليک ليکی وو، "زه فکر نه کوم چې تاسې به بيا ووينم. زه په دې اړه بښنه غواړم، زما په ماشومانو پام ساته."
د (Nipah) ويروس چې له حيواناتو څخه انسانانو او له ککړو انسانانو څخه جوړو انسانانو ته په اسانۍ سره انتقاليږي، نو په همدې اساس پوليسو اجازه ورنه کړه، چې د (لیني پټوسریري) جسد کور ته يوړل شي، بلکې د پوليسو له خوا وسوځول شو.