د فېسبوک مشر له اروپايي پارلمان بښنه غوښتې

(روهي ـ ۱۳۹۷لمریز،غبرګولی۲مه) مارک ځوکربرګ له اروپايي پارلمان څخه له دې امله بښنه غوښتې، چې اداره یې د دروغي خبرونو په مخنیوي کې پاتې راغلې ده.
 
هغه تېره ورځ په بروکسل کې د اروپايي پارلمان غړو ته وویل فیسبوک د خلکو تر منځ د اړیکو لپاره نوې اسانتیاوې رامنځته کړي، په تېرو دوو کلونو کې دا روښانه شوې ده چې دې شبکې ددې وسایلو د ناسمې استفادې د مخنیوي لپاره کافي کار نه دی کړی.
 
ښاغلي ځوګربرګ د اروپايي ټولنې د سیاسي پارلماني ډلې د مشرانو په وړاندې وروسته له هغې څرګند شو چې تېره میاشت فېسبوک ومنله چې په ناسمه توګه یې د شااوخوا ۸۷ میليونو کاروونکو خصوصي معلومات د کامیریج انالیټیکا په نوم له یوه بریتانوي تحلیلي مرکز سره شریک کړي دي.