
ملا اذان وکړ، تیارې څادر ورو ـ ورو خورولو، د مخامخ غره له څوکو د سپوږمۍ تندی لږ ـ لږ ښکارېدو، په دروازه کې مې په پلوشه سترګې ولګېدې، قدم مې ورو کړ، بېرته مې له ځانه سره وویل:
- ورکه، څه یې کوم؛ خو ولاړه به وي
لږ وړاندې ولاړ سودا مې شوه، ودرېدم، شاته مې راوکتل، بېرته مې حرکت وکړ، لږ نور وړاندې لاړم، غلی د دېواله له څنګ سره ودرېدم چې په ونه دنګ ځوان راغلو، تر هغې چې پلوشې ته ورنږدې کېدو، ډبره مې واخیسته، ور منډې مې کړې، تېږه مې ورته تاو کړه، په دا ملا کې مې وویشت، ځوان ملا ته لاسونه ونیول، پلوشه کور ته ننوته، په قار را روان شو، دواړو ښه شېبه یو بل په خارو کې سره موښل، دومره مو سره ووهل چې ذاتي ستړي شو، سره خوشي مو کړل، دی هم وړاندې کښېناست زه هم مخامخ ورته کښېناستم چې لږ به یې شور وغوړلو، زر به مې ډبرې ته لاس کړ، له ځانه سره به مې وویل:
- هسې نه چې حمله درباندې وکړي
دواړه څو شېبې غلي ناست و، کله مو چې دمه جوړه شوه، ده له څنګ سره پرتې خولې ته یې لاس ور اوږد کړ، په سر یې کړه، له مخ څخه یې ګردونه په څادر باندې پاک کړل، را څخه یې وپوښتل:
- ولې دې وویشتم
ما زر ورغبرګه کړه:
- ته د پردیو خلکو په دوازو کې څه شی کړې
ځوان ځواب راکړو:
- دا مې د خسر خېلو کور دی دا څو میاشتې کېږي کوژده مې کړې...
زه غلی ولاړ وم، ده بیا رانه پوښتنه وکړه:
- ته د کوم ځای یې
ما چې دی او نه دا خلک پیژندل، په شوي کار مې پښېمانه شوم، هېڅ ځواب مې نه درلود، خړې سترګې مې ورته کتل، سګریټ مې اور کړ.
(پای)