د افغانستان جګړه پنجابي جنرالان رهبري کوي

په دې ورستیو کې پاکستاني رسنیو د افغانستان په جګړه کې د یوه داسې مهم پاکستاني جنرال، له وژل کېدو پرده پورته کړه چې له کلونو راهیسې يي په افغانستان کې د نړیوالو او کورنیو ځواکونو پر ضد د ترهګریزو شبکو تر څنګ ولاړ پاتې شوی. دا جنرال شاهد عزیز نومېد، چې د پاکستان په پوځ کې د یوه تجربه کار او مهم افسر په توګه کاري تجربه لري. شاهد عزیز طالب پلوه جنرال و چې په دوه زره پنځم کال کې يي له پوځ سره رسمي دنده پای ته ورسېده خو د راپورونو له مخې نوموړی، د یوه بل مهم ماموریت لپآره وګمارل شو چې هغه په افغانستان کې د افغان او نړیوالو ځواکونو پر وړاندې، د ترهګریزو شبکو ترڅنګ د یوې مهمې جګړې رهبري کول و. د جنرال عزیز د کورنۍ غړو له رسنیو سره په خبرو کې منلې چې په افغانستان کې له طالبانو سره یوځای شوی و.

له دې وړاندې هم ځينې شواهد او راپورونه ترلاسه شوي شوي چې د پاکستاني افسرانو په ګډون ګڼ شمېر بهرني ترهګر په افغانستان کې د ورانکاره ډلو ملاتړ کوي. دا په حقیقت کې د افغانستان جګړې هغه پټ اړخونه دي چې افغانان يي له شاوخوا څلوېښتو کلونو راهیسې قرباني کړي او دا لړۍ همداراز روانه ده. د افغانستان په جګړه کې د جنرال شاهد عزیز وژل کېدل ښايي د ډېرو تر نظره د اهمیت وړ خبره نه وي خو په حقیقت کې دا په افغانستان کې د روان ناورین له ژوروالي څخه حکایت کوي. په دې کې هم شک نشته چې د پاکستان تر ولکې لاندې قبایلو سیمو کې د ترهګرو له روزنځایونه او د ځانمرګو بریدونو له لویو مراکزو، د افغانستان جګړه تغذیه کیږي، خو اساسي اندېښنه دا ده چې اوس پاکستاني استخبارات په مستقیم او حضوري ډول د افغانانو پرضد د جګړې لیکو ته خپل تجربه کار پوځي افسران او جنرالان را لیږي. که له یوې خوا دا موضوع د دې ښکارندويي کوي چې افغان پوځ د جګړې په ډګر دښمن ته ماتې ورکړی، خو له بلې خوا دا اندېښنه هم شته چې پاکستاني استخبارات د پخوا پرتله د افغانستان په جګړه کې لاسوهنو ته زور ورکړی او په ښکاره توګه په دې جګړه کې حضور لري. پاکستاني استخباراتي شبکه خپلو ژمنو پوځي افسرانو ته په افغانستان کې د نظام د بې ثباتۍ او بنسټیزو پروژو او تاسیساتو د ورانولو خپرونې ورکوي. له بلې خوا په افغانستان د پاکستاني جنرال شاهد عزیز وژل کېدل یو ځل بیا د افغان حکومت د هغې ادعا سپیناوی کوي چې د افغانستان جګړه پردۍ ده، او فغانان د دغې جګړې اصلي قربانیان دي.

د افغان دولت مخالفې وسله والې ډلې باید په دې پوه شي چې دوی هم د دغې جګړې لپاره د خځلو او خسو په توګه د دښمن لخوا استفاده کیږي. د دې ترڅنګ ایران هم د خپلو ناکامو سیاستونو پر اساس په عملي توګه د افغانستان جګړې ته پښې را اوږدې کړې. په فراه کې د کمال خان بند ایران د اوبو له کمښت سره مخامخ کوي نو دوی د دې پر ځای چې په کوردننه له شته ظرفیتونو ته څخه ګټه پورته کړي راځي په فراه کې وسله والو طالبانو ته امکانات برابروي چې وضعیت کړکیچن کړي او د افغان حکومت د اوبو مدیریت پروسه له خنډ سره مخامخ کړي.

پرته له شکه چې پاکستان او ایران، د خپلو ژورو ستراتیژیکو اهدافو په خاطر پر ځان بسیا او او ثبات لرونکی افغانستان نشي زغملای خو دلته د ورانکارۍ لپاره یو پر بل پسې خپلې خپرونې تطبیقوي خو د خواشینۍ خبره دا ده چې زموږ ځیني افغانانو په لوی لاس له دښمن سره د جوال خوله نیولې او له دښمن سره يي د افغانستان د بربادۍ لپاره لاس یو کړی.