د بوډۍ په کور کې څه وو؟

د بوډۍ په کور کې څه وو؟
ډاکټر نجيب ويال
سپين سرې ميرمنې يو څه د راز په ډول پټ په خپل کور کې ساتلي وو او په همدې اساس يې چاته اجازه نه ورکوله، چې د دي کور ته دننه شي. بوډۍ په تنهايۍ کې ژوند کې کولو او له نورې نړۍ سره يې اړيکې غوڅې وې.

نوموړې په هېچا باور نه درلود او کوم بل کس ته يې اجازه نه ورکوله چې کور ته ور دننه شي. د سپين سرې ميرمنې سره په ګاونډ کې د (لاسي) په نوم يوې پيغلې له تېرو ۲۱ کالونو ژوند کولو. دغه پيغله پوهېدله چې بوډۍ له عصبي ستونزو زوريږي اړ کورنۍ يا نور څوګ نه لري.

لاسي ډېره هڅه وکړه چې د تنها، عجيبې او شرمندونکې مېرمنې باور تر لاسه کړي. يوه ورځ سپين سرې مېرمنې د خپل اپارتمان دروازه خلاصه کړه او لاسي دغه چانس تر لاسه کړ، چې د نوموړې کوچني کور ته دننه شي.

کور ته په دننه کېدو سره، لاسي له يو عجيب او ښېښنده حقيقت په پوهېدو ښېښنده شوه. حقيقت دا وو، چې لاسي داسې يو کور ولېد چې د هېڅ انسان لپاره د ژوند کولو وړ نه وو.

لاسي ډېره حيرانه وه. هغه د نظام او پاکوالی چې د بوډۍ کور درلود، هرې خوا خاورې، خټې، چټلۍ او چټل فرش چې د اوسېدو وړ نه وو او بل څوک به په داسې يو ځای کې ژوند ونه کړي.

په کور کې چوکۍ او مېزونه پخواني مات شوي وو، د سپين سرې ميرمنې کالي چټل زاړه او بد بوی درلودونکي وو. دا ټول ځکه داسې وو، چې بوډۍ نه وه توانېدلي چې په ۱۳ کالونو کې خپل ځان پرېمنځي او غسل وکړي نو د کور د پاکۍ خبرې خو ستونزمنې وې.

په کور کې شته يخچالونه خالي وو او د کالونو د وچې ډوډۍ ټوټې په کې پاتې وې چې هغه هم خرابې او خوسا شوې وې.

لاسي پرېکړه وکړه، چې د کور او بوډۍ د بد وضعيت په اړه يو څه تر سره کړي.

لومړۍ لاسي له سپين سرې ميرمنې سره مرسته وکړه چې غسل وکړي او ولامبي او بيا يې د کور دننه ټول هغه شيان چې بوډۍ ترې ګټه اخېستله زاړه، بې کاره او چټل وو، سره راټول کړل او له کور څخه يې بهر کړل. لاسي په کور کې د کارېدونکو وسايلو نوملړ جوړ کړ، په فېسبوک يې خپور کړ او د بوډۍ سره يې د مرستې غوښتنه وکړه.

لاسي د سپين سرې ميرمنې نوم او په اړه يې نور مالومات خپاره نه کړل، بلکې په مستعار ډول يې د بوډۍ نوم (زما ميرمن او زه) کېښود.

د سپين سرې ميرمنې کيسه په کم وخت کې تر ډېرو کسانو پورې ورسېده او خلک پېښې موضوع څخه خبر شول. د خوراک، څښاک، ډوډۍ او د کور لپاره چې لاسي يې د مرستې غوښتنه کړې وه، د خلکو له خوا يې د اخېستلو او پيسو ورکړې ژمنې وشوې.

لاسي د بوډۍ هغه چټل کور ته راغله، مرسته شوي شيان راوړل. د سپين سري بوډۍ کور جوړ او منظم شو. د کور په پاکوالي سره د بوډۍ ژوند هم بدلون وکړ. تنها، غمګينې او غېرې ټولنېزه بوډۍ؛ د کور او ځان په پاکوالي سره ټولنيزه، خوښه او د ساتيري په چارو بوخته شوه.