
روهي (درې نۍ/۲۲ د غوايي)، د (مریم پوجتو) په نوم يوه مسلمانه فرانسوی جينۍ په يوازې ډول د فرانسې هېواد د هغه سياست پر وړاندې مبارزه کوي، چې په فرانسه کې يې د حجاب په سرولو بنديز لګولی.
مريم ۱۹ کاله عمر لري او په فرانسه کې د (سوربن پاریس) پوهنتون کې او محصله او په همدې پوهنتون کې د محصلينو اتحادې مشره هم ده.
د فرانسې د کورنيو چارو وزير د مريم په هغه تلويزيوني مرکې نيوکه کړې ده، چې نوموړې په اسلامي حجاب په کې ښکاره کيږي. وزير ويلي، چې په فرانسه کې د حجاب پر سرول د قانون ماتونه ده او مريم دغه کار کوي.
په فرانسه کې ډېری مسلمانې ميرمنې په دې زورول کيږي چې د غېرې مسلمانو په پرتله يې ټولنيز ژوند توپير لرونکی دی او حجاب په سروي.