د پاکستان په کراچۍ ښار کې د ګرمي له امله ۶۴ تنه مړه شوي

(روهي ـ ۱۳۹۷لمریز،غبرګولی۱) رسنیو راپورونو پر بنسټ، د پاکستان په کراچۍ ښار کې د تودوخې د درجې لوړوالي له امله ۶۴ تنه وژل شوي دي.

 په کراچۍ ښار کې د تودوخې درجه ۴۳ ښودل شوې چې له امله یې زیات خلکو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
 
د پاکستاني ټلویزیون جیو نیوز ته د ايدهي بنسټ مشر فېصل ايدهي ویلي، چې تیرو دریو ورځو کې ورته ۶۴ مړي وروړل شوي چې اکثره یې د ګرمي له امله مړه شوي دي.

د نوموړي په وینا، په مړه شوو کې د ښځو په ګډون د ۱۰ کلونو څخه بيا تر ۸۰ کلونو پورې کسان شامل دي.


تر دې وړاندې د کراچۍ ښار کې په ۲۰۱۵ کال جون میاشت کې د ګرمي د سختوالي له امله په یوه هفته کې ۱۰۰۰ تنه وژل شوي وو.