امريکا به له نورو بندېزونو ترڅنګ، پر ايران څلور دغه بندېزونه هم ولګوي

روهي (درې نۍ/۱ د غبرګوالي)، د امريکا د بهرنيو چارو وزير مایک پومپېیو تېره ورځ ويلي، چې ياد هېواد به پر ايران د تاريخ په اوږدو کې ترټولو سخت سياسي او اقتصادي بندېزونه ولګوي.

امريکا له ايران سره د اټومي هوکړې له وتلو وروسته اوس پر ايران د بندېزونو د لګولو طرحې باندې کار کوي، چې د مایک پومپېیو په وينا له نورو بنذېزونو ترڅنګ به ايران له دغه بندېزونو سره مخ شي.

۱- امريکا به داسې بندېزونه رامنځ ته کړي، چې ايران هېڅکله ونشي کولی ترڅو اټومي وسلو ته لاس رسي پيدا کړي او په پايله کې يې د سيمې او نړۍ امنيت وګواښي.

۲- امريکا به ايران اړ کړي چې له سوريې څخه ټول خپل ځواکونه وباسي او په ياد هېواد کې سياسي لاس وهنې ودروي.

۳- په افغانستان کې د ايران د لاس وهنو او دلته له طالب وسله والو سره د ايران همکاري هغه څه دي، چې امريکا به پرې بندېزونه ولګوي.

۴- امريکا به په يمن کې هم د ايران لاس غوڅ کړي، هغه پوځي او مالي مرستې چې ايران يې د يمني حواثيانو سره کوي بندې به شي.

د امريکا له خوا پر ايران د بندېزونو له امله ښايي د چابهار بندر پر سوداګرۍ هم منفي اغېز وشي، چې افغانستان او هندوستان يې په اړه اندېښنه لري.