
په وروستیو ورځو په ټولنیزو رسنیو کې دا خبر بیخي ډېر وچلیدو، چې افغانستان کې د پاکستان یو متقاعد جنرال د جګړې پرمهال وژل شوی دی. لومړۍ دا خبر یو شمېر پاکستاني رسنیو خپور کړ او ویې ویل، چې پخوانی مشهور جنرال شاهد عزیز افغانستان ته تللی و او هلته په جګړه کې وژل شوی دی. د پاکستان ټوډې ورځپاڼې ته د جنرال عزیز نږدې دوستانو ویلي چې نوموړی افغانستان ته تللی و، چې له امریکایانو انتقام واخلي خو خپله ووژل شو.
د پاکستان دغه متقاد جنرال د پخواني پوځي واکمن پرویز مشرف اعتمادي او نږدې کس پاتې شوی دی، ۳۷ کاله یې په پوځ کې دنده ترسره کړي او په ۲۰۰۵ م کال تقاعد شوی و.
په افغانستان کې د دغه مخکیني ستر پاکستاني پوځي منصبدار مړینه ډېر اړخونه څرګندوي او په افغانستان کې د پاکستان د جګړې خبرې کره کوي او دا په ډاګه کوي، چې پاکستان په افغانستان کې د وسله وال طالبانو ترڅنګ خپل نظامیان او پوځي جنرالان جګړې ته راستوي او تر ډېره قومانده د دوی پر غاړه وي.
که څه هم وسله والو طالبانو په وار وار دا رد کړې ده او ویلې یې دي دوی خپل د قوماندو مشران لري، خو په ټولګټو تاسیساتو، پلونو او سړکونو ویجاړولو، ښوونځیو او نور بریدونه دا ښکاره کوي، چې دا د طالبانو کار نه بلکې د پاکستان کار دی.
دغه هېواد کله هم نه غواړي، چې افغانستان پوخ سړک، پل، مکتب، د اوبو بندونه او نور ټولګټي ابادۍ ولري او تل یې یو شمېر اجیرانو ته د پیسو په بدل کې د دغو عامه پروژو د ویجاړې امرونه ورکړې دي.
خپله پرویز مشرف په خپل یوه کتاب کې په ډاګه کړې ده، چې دوی طالبان روزلي، تهجیز کړي او افغانستان کې یې د امریکا خلاف جګړې پلانونه ورکړې دي، نو هغه وخت وژل شوي متقاعد پاکستان جنرال شاهد عزیز د مشرف ترڅنګ و او ډېر بریدونه ممکن د ده په مشرۍ او لارښوونو عملي شوې وي.
د افغان حکومت دا ادعا چې تل یې په ملي او نړیوال کچه دا غږ پورته کړی، چې پاکستان د افغان جګړې تر شا دی او آن د ولسمشر غني دا خبره خو په وار وار په سترو غونډو او رسنیو خپره شوې ده، چې پاکستان افغانستان سره په یوه نه اعلان شوې جګړه بوخت دی او د سولې خبرو په برخه هم ولسمشر غني تل ویلې دي، چې لومړي غواړي پاکستان سره د دوو مستقلو هېوادونو په توګه خبرې او سوله وکړي، ځکه دی په دې باور دی، چې افغانستان کې د جګړې اور پاکستان ګرم ساتلی دی.
کله هم چې یو شمېر پخوانیو طالب مشرانو سولې ته غاړه ایښې ده، پاکستان په یوه نه یو ډول وژلې دي او یا یې هم خپلو زندانو ته اچولې دي او په پاکستان کې یې د میشتو افغان طالبانو کورنۍ ګریوګان نیولې دي او د فشار په توګه استفاده ترې کوي.
جنرال شاهد عزیز یو متقاعد پاکستانی جنرال او عمر خوړلی سړی و او د یوه جعلي هېواد لپاره یې دومره ژمنتیا لرله، چې په تقادعد کې یې هم د افغانستان په مقابل کې د پاکستان د ګټو لپاره جګړې میدان ته تلو.
افغانستان کې یو شمېر کسان هم په حکومتي او هم په سیاسي کچه شته، چې د پلورونو او نیکونو هېواد افغانستان ته وفادار نه دي، د خپلو څو پیسو لپاره د خپلې خاورې ضد فعالیتونه کوي او د همدې نجس پاکستان لپاره کار کوي.
دا کسان باید له خپله وجدانه شرم وکړي او باید پوه شي، چې د دوی اصلي خاوره افغانستان دی، دلته یې عزت خوندي دی او پردي مو کله هم دوستان نشي کیدلی او چې وایي، پردی کټ تر نیمې شپې وي، د دوی دوستي هم تر نیمې لارې وي، نو دوی باید نور د پردیو هېوادونو ګټو لپاره جاسوسۍ څخه لاس واخلي او د خپلې خاورې دفاع وکړي، کنه مخ به یې تور وي او یوه ورځ به حساب او کتاب ورسره وشي.
افغان حکومت ته هم په کار ده، هغه پردیپال چې تش په نوم افغانان دي خو نور د پردیو استخبارتي کړیو سره لاس لري په ځانګړي توګه د پاکستان مزدوران دي، په ګوته یې کړي او محکمه یې کړي، چې بیا څوګ د خپلې خاورې په مقابل کې پردیو او په ځانګړي توګه خپل دوښمن ګاونډي په ګټه څوک کار ونه کړي.
نړیواله ټولنه دې په پاکستان فشار ډېر کړي، چې په خپله خاوره کې له ترهګرو ډلو ملاتړ، تجهیز او پلاونونو ورکونې لاس واخلي. دغه راز که څه هم نړیوالو ته دا په ډاګه شوې ده، چې افغانستان کې پاکستان لاسوهنې کوي، افغانستان کې جګړه او په ځانګړي توګه خونړي بریدونه له دغه هېواده پلان او رهبري کیږي، باید پر وړاندې یې متحده ایالات او نور لویدیځ هېوادونه د نړیوالو اصولو په چوکاټ کې د پاکستان پر وړاندې جدي او پریکنده چلند وکړي.
د یوه سولیز، خپلواک، اباد او پرمختللي افغانستان په هیله.