
د افغانستان تاریخ په بېلابېلو دورو کې له جنګ، خشونت، دهشت او ناخوالو سره مل و، په دغه جنګ او ویراني کې د فرهنګي میراث ساتنه اسانه نه وه. کله چې د ټوپک او راکټ له وېرې ژوندي پاتې کېدل اساسي مسله وي، نو څوک د فرهنګ او میراث د خوندي کولو په اړه فکر کولی شي؟ په تاریخ کې دومره لوی انسانان ژوند کوي چې اټکل یې هم موږ ته ناشونی دی. نانسي دوپري له همدغو لویو انسانانو څخه وه چې د لویدیځ ارام او هوسا ژوند یې پرېښود او په سختو شرایطو کې افغانستان ته راغله.
هغې د لوګیو او باروتو په منځ کې په بحراني شرایطو کې زموږ فرهنګ او فرهنګي میراثونو پسې راغله او ټول عمر یې له همدې فرهنګي میراثونو سره تېر کړ او همدلته وفات شوه. د نانسي او د افغانستان د فرهنګ او تاریخ په اړه د هغې د ۵۵ کالوکوښښونو، لاسته راوړنو او کړنو موږ ته پوهېدل لازمې دي.
مېرمن نانسي هتچ دوپري په 1927 کال د نیویارک په کوپرزتاون کې وزېږېده. له خپل خاوند لویی دوپري سره په 1341 لمریز کال افغانستان ته راغله. له دې وروسته د نانسي ټول فعالیتونه د افغانستان په محور او د افغانستان پر فرهنګي میراثونو څرخي. خاوند یې هم مشهور امریکایي لرغون پوه او د افغانستان د تاریخ او فرهنګ څېړونکی و. دغه دوه وتلي څېړونکي د افغانستان د تاریخ، فرهنګ او لرغونو اثارو ته خپل عمر وقف کړ. د نانسي دوپري فعالیتونه ډېر پراخه دي چې د فرهنګ، تاریخ، ټولنې او ښځو برخې را نغاړي. په کلي توګه د نانسي دوپري څو کارونو ته اشاره کوو.
الف ـ د افغانستان په اړه د کتابونو او اثارو چاپ:
1ـ د بامیان په اړه(1963)؛ 2ـ د کابل تاریخي لارښود(1965)؛ 3ـ هرات تصویري لارښود(1966)؛ 4ـ بلخ ته سفر (1967)؛ 5ـ د افغانستان ملي موزیم لارښود (1974)؛ 6ـ افغانستان ته د سفر تاریخي لارښود( 1970)؛ 7ـ د افغاني ناسیونالیزم فرهنګ مبنا(1990).
ب) مقالې:
1ـ په افغانستان کې فرهنګي میراث او ملي هویت (2002)؛ 2ـ د ملي پوهاوي پیداکولو کې د معمارۍ او هنر رول: په افغانستان کې 1970 میلادي لسیزه؛ 3ـ په پاکستان کې د افغان کډوالو مېرمنو رول او موقعیت (1992)؛ 4ـ ټولنه، ښځه او په افغانستان کې توسعه (1992)؛ 5ـ په افغانستان کې نقاب (1978)؛ 6ـ ښځې او بېلګې، تمایلات او غبرګونونه (1990)؛ 7ـ د افغانستان د بحران اوږدو کې د کورنۍ بنسټ ( 2004)؛ 8ـ د طالبانو وخت کې افغان ښځې( 1998)؛ 9ـ انقلافي بلاغت او افغان ښځه: ښځې او د 1358 ثور انقلاب دمخه ازادي ؛ 10ـ د افغانستان ادبیاتو کې اجتماعي ریالیزم(1992).
ج) د افغانستان د فرهنګي میراثونو مستند کول او خوندي کول:
نانسي پر افغانستان د شوروي د تسلط او وروسته د طالبانو په وخت کې زیات کوښښ او فعالیت وکړ. د افغانستان د اثارو او فرهنګي میراثونو د ساتنې او په موزیم کې د شته اثارو لپاره یې په ۱۹۹۴ کال کې د افغانستان فرهنګي میراث ساتنې مجمع په اسلام اباد کې جوړه کړه.
د) کابل پوهنتون کې د افغانستان د معلوماتو منبع مرکز ایجاد(ACKU )»:
دا مرکز د مېرمن دوپري د لویو لاسته راوړنو څخه دی چې د افغانستان په اړه له ۱۵۰ زره څخه زیات سندونه په کې موجود دي. په دې اسنادو کې کتاب، د پوهنتون رسالې، علمي مقالې، مجلې، د دولتي، غیر دولتي او بین المللي سازمانونو راپورونه، د پخوانیو او نویو مجلو د ورځپاڼو ارشیف، له نولسمې پېړۍ څخه تر ننه پورې د افغانستان د عکسونو کلکسیون، د پخوانیو نقشو کلکسیون، د افغانستان د فرهنګ او فولکلور په اړه د لیدلو او اورېدلو کمیابه مواد شامل دي.
دا په هېواد کې له قوي علمي – فرهنګي مرکزونو څخه دی چې تل په کې علمي، فرهنګي، اجتماعي او ...سیمینارونه او کنفرانسونه جوړېږي. سربېره پر دې څېړنیزې برخې ، د کتاب لوستلو ډلې او د کتاب خپرولو مرکز هم په کې وجود لري.
د مېرمن دوپري فرهنګي او علمي فعالیتونو ته په کتو باید د افغانستان د فرهنګ تاریخ کې د هغې مقام درناوی وکړو. هغه لوی روح او نه ستړې کېدونکې شخصیت و چې د ژوند تر پایه یې د افغانستان او فرهنګي میراثونو په اړه په څېړنه کې غفلت ونه کړ. د مېرمن دوپري قدرداني پر موږ پور ده او د هغې فعالیتونو ته باید ادامه ورکړو. دا زموږ رسالت دی چې د نانسي راټولو شویو معلوماتو او اطلاعاتو او اسنادو ته په مراجعې د شناخت، تجزیې، تحلیل، ښه والي او زموږ د فرهنګ پراختیا په برخه کې کار وکړو. اوس زموږ وار دی چې د نانسي دا ارزښتناک کار زیات پراخه کړو.
نانسي کم ادعا ولې بریالۍ څېړونکې وه چې موږ یې تر اوسه پر وړاندې خپل مسوولیت نه دی ادا کړی. هغه کار چې نانسي کړی او فرهنګي اثار یې خوندي کړي، په افغانستان کې بل فرد او بنسټ تراوسه نه دی کړی. اطلاعاتو او فرهنګ وزارت له ټولو امکاناتو سره د نانسي په اندازه د افغانستان د فرهنګ په برخه کې کار نه دی کړی. زموږ د فرهنګي میراث او فرهنګ ساتونکې نانسي ده چې له امکاناتو، ادعا، هیاهوی، نمایش او تظاهر پرته یې څو لسیزې زموږ فرهنګ له نابودۍ وژغوره.
نانسي او د هغې ارزښتناکو کارونو ته هغسې درناوی چې باید شوی وای ونشو. په کابل کې لسګونه واټونه، هوایي ډګر، پوهنتونونه، تپې او نظامي مرکزونه د سیاسي رهبرانو او مجاهدینو په نومونو نومول شوي. نانسي چې امکانات، تبلیغات، رسنۍ او سیاسي قدرت نه درلود چا ورته پام ونه کړ او هیڅ ځای د هغې په نوم ونه نومول شو؛ اما له شک پرته هغه کار او خدمت چې هغې په دې خاوره کې کړی، سیاسي رهبرانو ونه کړ. دا واقعاً د تاسف ځای دی چې موږ د هغې قدر ونه کړ. دولت او اطلاعاتو او فرهنګ وزارت باید د نانسي د کارونو او فعالیتونو د قدردانۍ لپاره یو پوهنتون یا کوم بل مرکز د هغې په نوم ونوموي.