کتاب پېژندنه: دتکل په تکل کې

دکتاب نوم ــ دتکل په تکل کې
ليکوال ــ ډاکټر اسرار
دکتاب موضوع ــ تکلونه
دچاپ نېټه ـــ ۱۹۹۴ ع
دپاڼوشمېرــ ۱۲۷
دکتاب منځپانگه ــ داتکلونه : سريزه دمحمدگل بېتاب ليکنه
دملگروخيال ــ دلطيف وهمي/محمد اقبال اقبال/پرېشان داودزي/پيرگوهر/رحمت شاسايل
اوپروفيسورمحمدهمايون هما لنډلنډخيالات دډاکتر اسراراودهغه دليک په هکله .
اصلي متن ــ دتکل په تکل کې/اوښکې/زماډايري/ کلېټومينيا/سريزه نگاري/دډايمنډجوبلي مشاعره/غزل نگاري/پاڼې پاڼې درياليزم په رڼاکې/ دزبيرحسرت دغزلزارمخکتنه/گويم مشکل وگرنه گويم مشکل/ورکه مېنه/ يوپرڅلورغزل گو/دامجذوب دی/تنقيد/جواب/اجزا۶لفظي/ټوخی .
راشئ ددغه په زړه پورې اوله معلوماتوڅخه دمالامال کتاب دمنځپانگې دخوندڅخه دخبرېدوپه نيت
د سريزه نگاري پرنامه تکل دکتاب د۳۵ مي پاڼې څخه سره يوځای ولولو:
سريزه نگاري
ديوادبي کتاب دلوست په دوران کي دلوستونکي ړومبی ملاقات دسريزه نگارسره کېږي . نورعلمي
کتابونه هم سريزې لري، خودې په ادبي کتابونوکې ډېر ارزښت موندلی دی .
دادبي کتاب دپاره سريزه ضروري ده اوکه نده خوتقريبآهرادبي کتاب سريزه لري، ځينې کتابونه خو ديوې په ځای څوڅوسريزې لري . لوستونکي کتاب دې دپاره اخيستی وي چې دمصنف دفن اوخيالاتو نه خوندواخلي، خودمصنف دفن گلشن ته درسېدو نه مخکې هغه په سريزه نگارانو پېښ شي، لکه سړی چې دمال منډوي ته دڅه گډې ياوزې اويادغوا، مېښې داخيستودپاره لاړشي اوهلته په دلالانو واوړي اوبيادهغوی نه ځان نشي خلاصولی .
دادمېلودلالان دڅاروي دومره تعريفونه راواخلي چې يوخوادڅاروي مالک زړه کې وايي چې يره نه يې خرڅوم اوبل خوااخيستونکی داسې ړوند کوڼ شي چې وچه غوادلنگې اولټ غويي دروغ غويي په نرخ واخلي .دغه شان سريزه نگاران هم ديوغير معروف اديب شاعر دومره ستاينه وکړي چې هغه ليکونکی بيادحمزه اودقلندرمومندصاحب نه ځان کم نه گڼي . پدې خبره دتنقيد ټول پوهان متفق دي
چې سريزه دتنقيدي ادب برخه ده، خو اياسريزه دافسانې، ناول،اوتکل غوندې ځانله يوجداادبي
ژانر(صنف) گڼل پکاردي اوکه نه ؟ .
ددې سوال دځواب په هکله دتنقيدکتابونه خاموش دي خوزماپه خيال په سريزه کې دادبي ژانرنښې نښانې موجودې وي، لکه سريزه هم شروع، منځ اواخر(پای) لري . سريزه کې هم دسريزه نگاردخيال
الوت اودزړه زورشامل وي . بل دسريزې دليکلودپاره دکتاب لوستل ضرورنه دي، لکه داسې داسې سريزه نگاران شته چې دکتاب دکتلواودمصنف دليدلو نه بغير هم سريزې ليکي دې قسم سريزه نگارانو ددې درجه تخليقي ادب ته رسولې ده يانې دوی يوڅيز يانې سريزه دنشت نه هستۍ ته
راولي اوکوم څيز چې دنشت نه هست شي هغه تخليق وي .
سريزې داديبانو شاعرانوخوښې وي ځکه يې په خپلو کتابونو کې شاملوي اودهغې دليکلودپاره سريزه ليکونکوته زارۍ منت کوي . سريزه نگاران يې هم خوښوي ځکه چې دخپلې برترۍ ثابتولواود
خپل علميت ښکاره کولودپاره دادهغوی دپاره ښه موقع په لاس ورغلې وي .
ځينې خلک وايي چې که سريزې ليکل ضروري وای نو خوشال خان خټک، رحمان بابا، عبدالحميد
بابا اونوروپخوانو شاعرانو به دخپلودېوانونوسريزې په يوبل ليکلې وای، ولې زه فکرکوم چې دا
دغو درنومشرانويوه غټه غلطي کړېده، که چېرې هغوی پرخپلوکتابونوسريزې ليکلې وای نو نن به
زموږڅېړنکارانو پدې جگړې نه کولی چې رحمان باباڅوک و ؟ دهغه دزېږېدو نېټه کومه ده ؟ ايا
رحمان بابااوخوشالخان خټک يوبل ليدلي وو که نه ؟ ياداچې عليخان ــ خټک و، که محمدزی ؟
خوداسې ښکاري چې پدغه زمانه کې دسريزو رواج نه و. نوبياپه پښتوادب کې دسريزوليکلودا
روايت دکله نه شروع شوی دی ؟ او ړومبۍ سريزه چاليکلې وه ؟ .
دلوستونکوغريبانو خپله څه جرگه مرکه ياټولنه نشته چې دهغوی نه دامعلومه کړی شي چې دوي د
سريزو په هکله څه خيالات لري ؟ ايادوی سريزې لولي اوخوښوي يې اوکه نه ؟ يادوی دسريزه نگارانو
څخه دکوم قسم سريزوليکلوغوښتنه کوي ؟ په سريزه، مقدمه، ديباچه، پېش لفظ، تقريظ، وړانديز
اوپېژندگلوغوندې څيزونوکې څه فرق شته اوکه نه داڅيزونه ديوڅيزگڼ نومونه ياشکلونه دي ؟ دهيئت اوماهيت له رويه دسريزوقسمونه څودي ؟ اوکوم کوم دي ؟
ددې سوالونو ځوابونه به نقادان ورکوي .دسريزوليکلودپاره څه اصول اوقواعد ندي ټاکل شوي خو د
سټايل (اسلوب ) له مخه دوه رويې ډېرې عامې اودذکر وړ دي . ړومبی ډول دادی چې سريزه نگارد
کسرنفسۍ نه کاراخلي اوخپل ځان ډېرناپوهه اوکم عقله ښکاره کوي، لکه دوی سريزه څه داسې شروع کوي چې :\" زه دمصنف صاحب ډېره زياته مننه کوم چې دوی زماغوندې ناڅيز اودادب اوشعرنه ناخبره سړي ته په خپل قېمتي کتاب دڅه ليکلوبلنه راکړه\".داقسم فقرې په لومړي ځل چې هرچاليکلې
وې اثربه يې درلود، غرض يې داوه چې لوستونکی ونه وېرېږي اودسريزې لوستلو ته په اسانه غاړه کېږدي، خو اوس لوستونکي پوه شوي دي اوداقسم خبرې پرې اپوټه (سرچپه)اثرکوي اوددوی په نظرکې سريزه نگاريونقال اومنافق غوندې انسان ښکاره شي، ځکه چې وروسته دغه ناڅيزچې بياکوم څيزپېش کړی وي نولوستونکي چغې کړي چې داناڅيزخوپوره څيزدی .
دويمه رويه کومه چې دلومړۍ رويې ضد ده داده چې دلته سريزه نگارخپل علميت په شروع کې ښکاره کوي اوشروع دڅوداسې بمبارفقرو نه کوي چې په لوستونکي باندې رعب پرېوځي اودسريزې
لوستلوته تيارشي يانې سريزه نگاردخپل علم کوتک دلوستونکي ماغزوله داسې راخلاص کړي چې
بياکه لوستونکی وغواړي نوهم ترې تښتېدی نشي، داقسم سريزه څه دارنگ شروع کېږي :
\"کارلايل شاعرۍ ته مترنم خيال، شيلي ورته دتخيل اظهار، هيزلټ ورته دجذباتواوتخيل ژبه
اېډگرايلن پو ورته دښکلا مترنم تخليق اوماتيوارلنډ ورته دژوندتقليدويلی دی، اودمشرق نقادان يې دپيغمبرۍ جزگڼي\" . داقسم سريزې دړومبي قسم په مقابله کې کاميابې ښکاري، ځکه چې لوستونکی خوشاله شي چې ځه که په کتاب کې څه نه هم وي نوپه لږ وخت کې مې دمغرب اودمشرق دمشهوروڅټو نومونه اواقوال خوزده کړل .
په سريزوکې دروغ اومبالغه ډېره زياته وي اوهمدې عيب دسريزو ارزښت کم کړی دی . دکوم کتاب سريزه چې گورې نوهم هغه توصيفي کلمات او هم هغه خطابات يې دمصنف په هکله ليکلي وي کوم
چې يې ددې نه مخکې څو څو ځله دنورولپاره ليکلي وي،ددوی په نظرکې هرشاعريونماينده شاعر،
نماينده اديب اونماينده افسانه نگاروي .
تراوسه پورې ماداسې سريزه نده ليدلې چې هغه درياليزم په رڼاکې کښل شوې وي، يانې يوسريزه نگاردانشي کولای چې ديوه کتاب په سريزه کې وليکي چې \"خوږولوستونکو! ددې کتاب په اخيستوخپلي پيسې اوپه لوستلويي خپل قېمتي وخت مه ضايع کوئ،داماله يې چې کوم وخت خراب کړو هغه ډېر وه\". دسريزوپه منځ کې څه ليکل پکاردي ؟ دادهرسريزه ليکونکي خپله خوښه ده خو په
اخرکې به دلوستونکو نه بښنه ارو مرو غواړي اووايي به چې زه نورستاسواودکتاب په منځ کې دېوال جوړېدل نه غواړم، دغه تاسواوداکتاب ! خودادعابه وکړم چې خدای پاک (ج) دې مصنف له ډېر ژوند
ورکړي چې دغسې دپښتوځولۍ ته څه ناڅه راولي، اوتاسو له دې الله تعالی ډېرعمراودلوستلوتوفيق
درکړي، اوماله هم، ځکه چې که زه نه يم نوبيابه ستاسودپاره داښکلې ښکلې سريزې څوک ليکي ؟ .