
(روهي ـ ۱۳۹۷لمریز،غويي۳۱مه) د فراه ولایت په مرکز کې د بهرنیو ځواکونو پر مرکز د توغندیو برید شوی دی.
وسله والو طالبانو په یوه خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي، نن سهاروختي د الخندق عملیاتوپه لړ کې د فراه ولایت مرکز هوایي اډه باندې چې په سیمه کې د یرغلګرو ترټولو مهمه ځاله ده برید ترسره شوی دی.
ویل شوي، چې درې توغندي په اډه کې دننه د بهرنیو ځواکونو پر ورودي دروازه او نظام قراول باندي لګیدلي چې له امله یې بهرنیانو ته زیان اوښتی دی.
د فراه ځایي چارواکو او بهرنیو ځواکونو تر اوسه په دې اړه څه نه دی ویلي.