غزل

تا لـــه جامه چې غــړپ وکړ
د زړه وینو مــــــــې ړپ وکړ
دا خولکۍ څومره پسته ده
په زبښلو یې خـــــــــړپ وکړ
ستـــــــا لمنه کې خـو نه دی؟
زړه اواز رانــــــــه تړپ وکړ
نن مې دومـــــــره دي ژاړلي
چې ګرېوان رانه چــــړپ وکړ
پــــــه باران کې یې کړه منډه
لندو زلفو یې شـــــــړپ وکړ
نن مې زړه عجیبه مات شو
نه یې ټس نــــه یې ګړپ وکړ
طالب منګل