روسیه: افغانستان کې دې امريکا سوله وکړي يا دې خپله اوږده جګړه ودروي

(روهي ـ ۱۳۹۷لمریز،غويی۳۱مه) د افغانستان لپاره د روسيې ځانګړی استازي ښاغلي ضمیر کابلوف ویلي، چې په افغانستان کې دې امريکا له طالبانو سره د سولې خبرې وکړي يا دې خپلې اوږدې جګړې ته د پای ټکی کېږي.
 
هغه خبرداری ورکړ، که امريکا له طالبانو سره مخامخ خبرې ونه کړي، په افغانستان کې به جګړې او وينه تويېدنه لاپسې وغزیږي.
 
نوموړي زیاته کړې، چې طالبان له افغان حکومت سره خبرې نه کوي، په وینا یې دغه حکومت د امريکا لاسپوڅی ګڼي.
 
افغان ولسمشر محمد اشرف غني د کابل پروسې په ناستو کې طالبانو ته له قيد او شرط پرته د سولې د خبرو وړانديز وکړ خو طالبانو لا تر اوسه مستقیماً ځواب نه دی ویلي، خو د رسنیو راپورونو له مخې، طالبان امریکا سره خبرو کولو ته چمتو دي.
 
په ورته وخت کې امريکايي چارواکو بيا ټينګار په دې کړی، چې د سولې خبرې دې د افغان حکومت او طالبانو تر منځ وشي..