
(روهي ـ ۱۳۹۷لمریز،غويي۳۱مه) د راپورنو پر بنسټ، تېر ماښام د اسراییلو سره بندي عزیز عویسات چې ۵۳ کاله عمر یې درلود په اسراییلي اساف هروفیه روغتون کې ومړ.
ویل شوي، چې د قدس ښار د بندیانو مشر ښآغلي امجد ابو عصب د اسراییلو سره د بندي عزیز عویسات د مړیني خبر د هغه کورنۍ ته ورکړی.
نوموړي ویلي، د دې میاشتې په پیل کې عویسات باندې دماغي سکته رمله ښار د زنازین په زندان کې راغله چې بیا روغتون یوړل شو.
معلوماتو له مخې، پر عویسات د روانې میاشتې په ۹ مه نیټه د زړه حمله راغلې او وروسته له هغې یې روغتیایي حالت ورځ تر بلې خرابیده.
د پولیسو د دغه مشر په حواله، عویسات د تل هشومیر روغتون ته د زړه د ستونزمن عملیات لپاره یوړل شو.
د عویسات مدافع وکیل خالد محاجنه هم ویلي، ډاکټران له څو ورځو راهیسې د نوموړي د ژغورنې هڅه کوله، د ساه اخیستنې لپاره یې جلا طریقه ورته برابره کړه تر څو په عادي ډول تنفس وکړي، خو ټولې هڅې بې نتیجې شوې.