
(روهي ـ ۱۳۹۷لمریز،غويي۳۰مه) راپورونه کاږي، چې د هند لومړی وزیر د روسیې له ولسمشر ولادمیر پوتین سره لیده کاته لري.
رسنیو خبر ورکړی، چې د هند لومړی وزیر نریندرا مودي به د پوتین لیدلو لپاره د تورې بحیرې په غاړه د سوچي تفریحي ښارګوټي ته ورشي.
هغه او پوتین به د دواړو هیوادونو تر منځ پر ستراتیژیک شراکت چې کریملین عالي شراکت بللی دی پر پیاوړتیا خبرې وکړي.
ټاکل شوې، چې دواړه مشران به د دغه شراکت پر پیاوړي کېدو او د نورو مهمو مسایلو په اړه خبرې اترې وکړي.
پوتین د بیا ځل لپاره، په داسې حال کې خپله دنده پیلوي چې د اوکراین، سوریې او د امریکا په ټاکنو کې د روسیې د رول له امله د مسکو او لويديځ تر منځ اړیکې د سړې جګړې د وخت په څېر سړې شوې دي.