د امريكايي ليكوالو د لنډو كيسو ټولګه (وروستۍ پاڼه) چاپ شوه



سمېع ځواك
نوموړى كتاب حبيب وقار په پښتو ژباړلى او د ختيزې خوا د ليكوالو او ژورناليستانو ټولنې له خوا چاپ شوى دى. په نوموړي كتاب كې ټولټال اووه لنډې كيسې خپرې شوې دي، چې د امريكايي پېژندل شوو كيسه ليكوالو كيسې دي. د كتاب د ښې پېژندنې لپاره د ژباړن سرليكنه تاسې ته د لوستو لپاره وړاندې كوو.
د ژباړن ياددښت!
زړه ته نژدې لوستونكو او د ادب مينه والو!
د هرې ژبې ويونكي هڅه كوي څو خپله ژبه له نورو ژبو سره سياله كړي خپل كلتور خپل دودونه او خپله ژبه غني كړي او نورو ته يې د دې لپاره وړاندې کړي چې ګواکې خپله ژبه او خپل دودونه لري. خو د پرمخ تلونکو ژبو ويونکي په خپله ژبه ليكل او لوستل كوي كار پرې كوي د دې لپاره چې ژبه يې پرمختګ وکړي ژباړې ورته کوي. ځکه هغه ملت چې خپله ژبه ونلري خپلې ټولې چارې په خپله ژبه ترسره نه كړي هېڅ كله هم پرمختګ نه شي كولاى، او هېڅ كله هم د نورې نړۍ د ژبو له ويونكو سره سيالي نشي كولاى او هېڅ كله هم خپل دود او خپل كلتور نه شي خوندي كولاى، د ورځو او شپو په تېرېدو سره به د نورو تر اغېز لاندې راځي او اړ به وي څو د نورو دودونه، كلتور او عنعنات خپل كړي او خپل له لاسه وركړي، چې د دې ډلې كسانو او ويونكو په ډله کې يو هم پښتانه دي.
ډېرى د پښتو ژبې ليكوال چې په لوړو علمي مركزونو (پوهنتونونو) كې درس وركوي له دوى څخه ډېرو په خپله ژبه خپل علمي آثار نه دي ليكلي، مقالې او سيمينارونه په خپله ژبه نه ليكي، د خپلو محصلينو لپاره په خپله ژبه نوټونه نه تياروي همدا لامل دى، چې پښتو ژبه وروسته پاتې ده او نورو ژبو سره سيالي نه شي کولاى. خو دا ډېره د افسوس خبره ده زه نه پوهېږم چې دوى ته ولې خپل ځان او خپله ژبه تر نورو ټيټ ښكاري.
نه يوازې ليكوال او پوهان بلكې زمونږ خپلو مشرانو واكمنو (پښتنو) ورته خدمت نه دى كړى په هره دوره حكومت كې كه څه هم په سر كې يې پښتانه وي خو همدې پښتنو چارواكو خپل پښتانه په سر سر وهلي دي. پښتو ژبه هر وخت له اداري چارو ايستل شوې ده، هر وخت په ډېرو ادارو كې پښتانه اړ شوي چې په خپله ژبه كار ونكړي، چې د دې ډول شخړو جوړېدل تر ډېره د ګاونډيو هېوادو لاسوهنه ده او پښتو ضد هېوادونه تر ډېره په دې ډول شخړو كې پراخه ونډه لري. خو بيا هم د دې ټبر وګړي ويده دي او نه وېښېږي، دوى هېڅ کله هم خپل دوست او خپل دښمن ونه پېژانده بلکې دوى اوس هم د خپل تربور وينې ته ناست دى او د نوو بديو په تمه شپې ورځې سبا کوي.
پښتو رسمي او ملي ژبه ده خو په ادارو كې ورباندې كار نه كېږي مكتوب، عريضه، قباله او نور هېڅ هم په دې ژبه نه ليكل كېږي كه څه هم د پښتون لخوا وي. نو يوه ژبه چې په اداره كې نه وي ورځنۍ چارې ورباندې مخته يو نه وړل شي څه ډول به پرمختګ وكړي.
خو بيا هم په دې وروستيو كلونو كې پښتو ژبې يو څه پرمختګ كړى دى، ډېرې خپرونې، مجلې، جريدې، راډيوګانې، فرهنګي غونډې، دوديزې او كلنۍ مشاعرې په پښتو ژبه خپرېږي او جوړېږي.
پښتو ژبه د هنر له مخې هم وروسته پاتې ده د هنر او ادب په برخه كې لږ څه لري په پښتو ژبه كې ډېر لږ كيسه ليكوال او ناول ليكوال لرو او په دې برخه كې كه څه لرو هغه هم د ګوتو په شمېر دي، د دې لپاره چې پښتو ادب او هنر پرمختګ وكړي نو اړينه ده چې له نورو ژبو ورته كيسې، ناولونه او نورې ادبي ليكنې او موضوعات وژباړل شي.
د امريكايي ليكوالو د لنډو كيسو ټولګه چې اوس ستاسې په لاس كې ده د امريكايي تكړه كيسه ليكوالو كيسې دي چې ډېرو يې نړيوالې جايزې هم اخيستې دي، دا چې د كيسو ټوله منځپانګه د طبيعت ښكلاوو، ګڼو ځنګلونو، شنو كروندو، او پراخه سيندونو په اړه څرخي، نو ځكه ماته ډېرې په زړه پورې دي چې له همدې امله مې يې ژباړې ته ملا وتړله. له ښاغلي او ګران ملګري صالح محمد صالح څخه مننه كوم چې نوموړى كتاب يې د ژباړې لپاره راكړ او له جاوېد خان اميري هم مننه کوم چې د کتاب د پوښتۍ د طرحې او کتاب د کمپوز او ډيزاين په برخه کې يې مرسته وکړه.
د يوه پرمختللي افغانستان او غوړېدلي افغاني فرهنګ او کلتور په هيله