په اردوغان وژنکي بريد موخې ته له رسېدو وړاندې شنډ شو

روهي (يوه نۍ/۳۰ د غوايي)، رسنیو خبرونه خپاره کړي، چې په ترکيه کې د اسلامي هېوادونو د همکاريو سازمان له ناستې وروسته، ولسمشر رجب طیب اردوغان د (بالکان) سيمې ته سفر درلود، چې په عيني وخت کې د ترکيې استخباراتو خبر ورکړ، چې د نوموړي د وژل کېدو يو پلان يې شنډ کړ.

د ترکيې دولتي تلوېزيون (TRT) د استخباراتو د يوې سرچينې په حواله ليکي، چې يو - څو ترکان پلان درلود چې د بالکان د سفر په ترڅ کې په ولسمشر اردوغان مرګونی بريد وکړي، خو موخې ته له رسېدو وړاندې دغه کسان نېول شوي دي.

استخباراتو تر اوسه د ياد بريد د ځای، وخت او د بريد د ډول په اړه پوره مالومات نه دي وړاندې کړي.

د ترکيې مرستيال لومړي وزير په خپل ټوېټر ليکلي، چې د ترکيې او اسلامۍ نړۍ دښمانان د اردوغان په ډول غښتلي رهبران نه شي زغملی او په همدې اساس هڅې کوي، چې نوموړی ترور کړي.

نوموړي په خپل ټوېټر ليکلي، "اې الله! زمونږ ولسمشر د ترکيې او اسلام له شيطاني دښمانانو څخه وساتي."

که څه هم د يادې دسېسې او بريد په اړه په رسمي او کره ډول سره مالومات نه دي وړاندې شوي، خو په ټولنيزو رسنيو کې لوړپوړو ترکيي چارواکو د ياد وژنکي پلان پخلی کړی.