پوتین: د روسیې او جرمني ترمنځ د ګازو د نل لیکې پروژې پر وړاندې د امریکا خنډونه له منه وړو

(روهي ـ ۱۳۹۷لمریز،غويي۳۰مه) د روسیې ولسمشر ویلادمیر پوتین وايي، چې د روسیې او جرمني ترمنځ د ګازو د نل لیکې پروژې پر وړاندې د امریکا د ولسمشر لخوا د ستونزو له منځه وړلو هڅه کوي.
 
هغه د جمعې په ورځ د سوچي په ښار کې د جرمني له صدراعظمې انګلا مرکل سره لیدلي دي.
 
د راپورنو پر بنسټ، مسکو او برلین هڅه کوي چې د نورد سټریم په نوم د ګازو د نل لیکې دویم فاز پیل کړي.
 
ویل شوي، چې له دې لارې به مسکو وکولی شي شمالي اروپا ته زیات طبعي ګاز صادر کړی.
 
بل خوا امریکايي چاروکو ددغې پروژې له امله اندېښنه ښودلې او ویلي دي چې پدې معاملې کې شاملې کمپنۍ، بندیزونو ځپلې دي.