(روهي ـ ۱۳۹۷لمریز،غويي۳۰مه) رسنیو راپور ورکړ، چې اووه ویشت ورځې کېږي چې د سعودي ولیعهد محمد بن سلمان نه دی لیدل شوی.
د هغه په اړه ګڼې اندېښې راپورته شوې دي.
داسې ګومان کېږي چې بن سلمان به د تېرې اپرېل میاشتې په ۲۱ مه د شویو ډزو په پایله کې وژل شوی وي.
ایراني رسنۍ کېهان لیکلي، چې بن سلمان دوه ډزه لګېدلی دی. دوی دا خبره د یوه بل عرب هېواد لوړ پوړو چارواکو ته د یوه پټ استول لیک پر بنسټ کوي.
بل خوا پرېس ټي وي او فارس نیوز هم د بن سلمان د احتمالي وژل کېدو په اړه راپورونه ورکړي دي.
د امریکا د استخباراتو د نوي مشر په لومړني سفر کې هم بن سلمان له هغه سره نه دی لیدل شوی.
د راپورنو پر بنسټ د اپرېل میاشتې په ۲۱ مه پلازمېنه ریاض کې شاهي ماڼۍ ته نږدې سختې ډزې شوې دي، چې ګومان کېده چې د کودتا ډزې دي، خو چارواکو وویل پولیسو په هغې ډرون ډزې کړي چې شاهي ماڼۍ ته یې ډېر نږدې الوت کاوه.
ښاغلی بن سلمان تېر کال د سعودي ولیعهد ټاکلی شوی چې له ټاکل کېدو وروسته یې خپل یو شمېر رقیبان د فساد په نوم ونیول.
وروستي