فلسطیني بندیانو د نه خوړلو اعتصاب تر دویمې میاشتې ته غځولی

(روهي ـ ۱۳۹۷لمریز،غويي۳۰مه) د بشر حقونو سرچینو ویلي، فلسطیني بندیانو د اسراییلو په زندانونو کې د نه خوړلو اعتصاب تر دویمې میاشتې ته غځولی دی.
 
په راپورنو کې راغلي، چې دوی د بارغوتي په زندان کې د اسراییلي اشغال د غندنې او له محکمې پرته په زندانونو کې د ساتلو په موخه د نه خوړلو اعتصاب پیل کړی دی.

هلته د بندیانو مرکز ویلي، د رام الله په بارغوتي او زنازین زندانونو کې فلسطیني بندیانو د نه خوړلو اعتصاب تیره میاشت پیل کړی چې تر اوسه روان دی.

د یادونې وړ ده چې اسراییلي چارواکي د بارغوتي په زندان کې له محکمې پرته د بندیانو د بند موده اوږدوي.
 
ویل شوي، چې د تیر کال اګسټ میاشتې په دویمه نیټه یې یو کس نیولې چې شپږ میاشتې د بند پریکړه یې پرې کړې وه خو اوس یې یو ځل بیا څلور میاشتې بند ور زیات کړ.
 
راپورنو پر بنسټ له همدې امله بندیانو اوس د نه خوړلو اعتصاب پیل کړی دی.