
- کسم (قسم) ده که دروغ درته ویم (وایم)
حیران یې کړم چې اوس څه ورته ووایم، یوه شېبه مې څه ورته ونه ویل، ځکه له ځانه سره مې کړل:
-څه به ووایي، ولاکې خو داسې خبره وکړي چې...
لږ وړاندې ولاړم بېرته را وګرځېدم ورڅخه مې وپوښتل:
- ښه د وخته دې څه راته ویل
په خړو اوږدو خیرنو ویښتانو یې خولۍ سمه کړه، وړاندې د ټکټر (تراکتور) اواز غلی شو داسې معلومېده لکه چې تېل یې خلاص کړي وي؛ خو چې ور ووتو هغه ماشومانو ګل(خاموش) کړی و، بېرته راغلو، په خندنۍ لهجه یې راته وویل:
- اې د کوپر زه ته اوس دره( ډېر) په غوره کې شوی یې کیسې ته غوږ شه
ما ورغبرګه کړه:
- ښه سمه ده وایه کنه یاره
ده شګه واخیسته، په ګوتو کې یې تاو کړه مخامخ د چایو ترموز یې په نښه کړ، یو کړنک یې شو، ما ده ته وکتل، ده زما په ورانه لاس کېښود، زیاته یې کړه:
- هغه ښاپیرۍ دې په یاده ده؟!
لږ ساعت مې دمه ونیوله، چورت مې نالۍ کړ؛ خو څوک مې ذهن ته رانغلل، په دورغو مې ورته کړل:
- اوهو ښه مې په یاد ده څه شی وه
ده وخندل بیا یې راته زیاته کړه:
- کېنه د سپی زه (د سپی زویه) هغه به د ویندیر (وریندار) شي په دې ورځو کې په ما مینه ده
په شا باندې مې ورو څپړه ورکړه داسې ګرد ورڅخه پورته شو،ځان مې خبرو ته جو کړ:
- څنګه مینه؟!
ده وویل:
- هغه بله ورځ یې په لاس ستړي مشي راسره کړل ما دسې(داسې) ورباندې تخته کړو دې هېڅ هم رته(راته) ونه ویل داسې مالومېده لکه راسره جوړه چې وي.
(پای)