د اردوغان مېرمن:  بیت المقدس د انسانانو ګډ میراث دی

(روهي ـ ۱۳۹۷لمریز،غويي۲۹مه) د ترکیې ولسمشر ښاغلي اردوغان مېرمن امینې اردوغان په بیت المقدس کې ورستیو بدلونو ته په اشارې ویلي، بیت المقدس د ټول بشریت ګډ میراث.
 
هغه زیاته کړې، چې هغه د دوی لپاره ارزښتمن ځای دی.
 
د ترکیې یني شفق ورځپاڼې د خبر پر بنسټ، امینې اردوغان په خپله ټوېټر لیکلي، په یني سیمه کې د ګڼ شمېر ښځو او نارینه و را ټولېدل په بیبت المقدس کې د وروستیو پېښو پر وړاندې د حساسیت کچه څرګندوي.
 
د هغې په خبره، موږ به د فلسطینیانو تر څنګ ولاړو و او دغه مسله به له نیږدې څارو.