
(روهي ـ ۱۳۹۷لمریز،غويي۲۹مه) رسنیو راپور ورکړی، چې د کیوبا هاوانا ښار ته نږدې یو الوتکه تر پورته کېدو لږ وخت وروسته لوېدلې ده.
ویل شوي، چې په الوتکه کې د خدمې په ګډون ۱۱۱ کسه سپاره وو.
د ورکړل شویو راپورنو پر بنسټ؛ تر اوسه ددغه الوتکې د لوېدو اصلي علت نه دی روښانه شوی.
هته د کیوبا حکومت ویلي چې مرستندویه او څېړونکې ډلې په سیمه کې دي او نور معلومات به وروسته رسنیو ته ورکړي.
دغه بوینګ ۷۳۷ ډوله الوتکه د کیوبا حکومت په اجاره نیولې وه.