هدر ناوئرټ: د ايران پر ضد نړيوال ائتلاف رامنځ ته کوو

روهي ( نۍ/۲۹ د غوايي)، د امريکا متحدو ايالتو د بهرنيو چارو وزارت ویاندې (هدر ناوئرټ) وايي، چې مونږ هڅه کوو، ترڅو د ايران د اټمي کړنو د څار او د هغه هېواد د نورو کړنو په ضد يو نړيوال ائتلاف جوړ کړو.

نوموړې ويلي، چې د امريکا د بهرنيو چارو وزير مایک پومپئو به د بهرنۍ پالېسۍ په خپله لومړۍ وينا کې د ايران پر وړاندې د يو ائتلاف د جوړېدو په اړه مالومات وړاندې کړي.

هدر ناوئرټ وايي، "امريکا د ايران د ولس ملاتړ کوي او هېڅ کړنه يې د ايراني ولس پر ضد نه ده، بلکې امريکا د ايران د حکومت پر ضد ده، چې په سيمه کې يې تاوترېخوالی او بې ثباتي رامنځ ته کړې ده."
 
بهرنيو چارو وزارت وايي، چې امريکا په دې هڅه کې ده، ترڅو له ځان سره د نړۍ په ډېر شمېر هېوادونه ولري او د ايران د بې قانونه کړنو پر وړاندې يو غږ جوړ کړي.

د يادونې وړ ده، چې امريکا تېره اونۍ د ايران سره له هغه اټمي هوکړې څخه ووتله، چې په ۲۰۱۵ ز کال کې د ايران؛ اروپايي ټولنې او اوباما ادارې ترمنځ لاسليک شوې وه.