عدالت ګوند/نوې هیلې

سیاسي احزاب د یوه هېواد د غوره رهبرۍ، ولسواکۍ او د بیان ازادۍ په برخه کې ډېر مهم او اساسي رول لري. که وګورو، په نړۍ کې هر هغه هېواد چې پیاوړې ولسواکي او ښه حکومتولي لري، دا د غوره او پر ولسواکۍ ولاړو احزابو لاس ته راوړنې دي.

نه غواړم، چې پر دې موضوع نړیوال بحث وکړم؛ بلکې په افغانستان کې د احزابو پر فعالیتونو او کړنو غږېږم. په افغانستان کې تر سلو زیات سیاسي ګوندونه فعالیت لري. په دې کې داسې احزاب هم سته، چې د یوه ولایت د مدني تولنې وړتیا هم نه لري.

په تېرو سیاستونو کې د چپ او راست سیاسي ګوندونو غلط سیاست اوس په افغانستان او په ځانګړې توګه په ځوانانو کې د ګوندونو په اړه منفي فکر خپور کړی دی. په دې اتلس کلونو کې چې په افغانستان کې ګوندونو کوم سیاست وکړ، هر څوک به چې د ګوند مشر و، له حکومت څخه به یې د وزارت څوکۍ واخیسته او بیا به یې نه ګوند پېژانده او نه د سیاست په نامه کوم بل څه.

په افغانستان کې د اوسنیو سیاسي ګوندونو جوړښت هم د ولسواکۍ په سېسټم برابر نه دی. پر قومي شوراګانو یې د ګوند نوم اېښی دی. په اصل کې ګوند باید افغان شموله وي او باید د افغانستان ټول وروڼه قومونه په غېږ کې ونیسي. همدرا رنګه په ګوند کې باید فکري روزنه وسي، مسوولین یې باید ونه تپل سي؛ بلکې د ولسواکۍ او انتخاباتو اصل مراعات کړي او باید ډېره هڅه وکړي، چې ملي شخصیتونه په خپله غېږه کې وروزي. ګوند د سیاست لپاره لومړی مکتب دی. په ګوند کې د اشخاصو وړتیاوې هم تجربه کیږي. که سبا بیا د هېواد مسوولیت ورسپارل کیږي، ښه رول لوبولی سي.

خو دلته له قومي ګوندونو څخه یوازې د نفاق بوی راپورته کیږي. افغان شموله برنامه نه لري. په ټولو ګوندونو هم نیوکه نه کوم. په یو شمېر ګوندونو کې اوس هم د سالم سیاست اراده سته؛ مګر ستونزه یې دا ده، چې د ولس باور نه سي خپلولی.

زه د افغانستان د موجوده ستونزو یو علت هم د پیاوړو سیاسي ګوندونو نشتون ګڼم. ګوند په ټولیز ډول د یوه سېسټم رامنځ ته کوونکی دی. د ولس ویښونې مسوولیت هم د سیاسي ګوندونو دی. زه د هېواد په مشرانو غږ کوم، چې تر دې سلو ډېرو ګوندونو څخه د ګوتو په شمار یوازې یو څو ګوندونه جوړ کړي. د هر ګوند برنامه او اساس نامه چې مطابقت درلود، یو په بل کې دې مدغم سي. که پر نامه یې اختلاف راځي، نومونو ته دې یې تغیر ورکړي؛ ځکه چې دا د افغانستان لپاره ډېره مهمه او اساسي موضوع ده.

په دې وروستیو کې یو څو ټینګ اعظمه ځوانانو د عدالت په نامه یو سیاسي ګوند رامنځ ته کړ. چې بنسټ یې عبدالرشید ایوبي اېښی دی. د دې ګوند غوره ځانګړنه دا ده، چې ورځ په ورځ په ولس کې رېښې کوي. د اعتماد او باور فضاء یې را منځ ته کړې ده. په متخصصینو او علمي څېرو پسې ګرځي او دعوت ورکوي. په ولایتونو کې له هغه چا سره اړیکې نیسي، چې هغه په رښتیا هم د ولس د منځ سړی وي.

زه ډېر داسې دوستان لرم، چې د ځینو ګوندونو مشري کوي. هغوی ته په کامل احترام؛ خو زما اصلي خبره د دې هېواد د راتلونکي لپاره د یوه منظم سېسټم جوړول دي او منظم سېسټم هغه وخت جوړېدئ سي، چې پر ولسواکۍ ولاړ، د هېواد ملي ګټو ته ژمن او سرتاسري ګوند وي او د افغانستان ټول قومونه په کې خپل ځانونه و ویني.

یوه خبره دا ده، چې په مرکز او ولایتونو کې د ټولنو په نامه تر پنځه زره ډېرې ټولنې فعالیت لري. دا سمه ده، چې ټولنې په سیمییزه کچه موثرې دي؛ خو د افغانستان د لویو ګټو او لوی سیاست لپاره بیا لوی کارونه نه سي ادا کولی.

په پای کې پر ځوانانو ژغ کوم، چې راځئ تپل سوې او ازمویل سوې څېرې که هغه په هر قوم کې وي، نفي کړو او د هېواد د ملي وحدت د پیاوړتیا په خاطر یوه مثبت بدلون ته لاره خلاصه کړو.

په درنښت!
په هېواد کې د ولسواکۍ په هیله!