په ترکيه کې د ۴۰ اسلامي هېوادونو استازي له فلسطين څخه د دفاع په پار، نن سره کېناستل

روهي (جمعه/۲۸ د غوايي)، د ترکيې د ولسمشر رجب طيب اردوغان په بلنه، د اسلامي نړۍ د ۴۰ هېوادونو استازي ترکيې ته غوښتل شوي، ترڅو په فلسطين کې د وروستيو تحولاتو په اړه بحث وکړي.

په دې ناسته کې د يو شمېر اسلامي هېوادونو ولسمشران، لومړي وزيران او د بهرنيو چارو وزيران برخه لري، چې د فلسطينيانو پر وړاندې د روانو ظلمونو پر ضد به خپل غږ پورته کړي او د فلسطين له حقوقو څخه به خپل ملاتړ اعلان کړي.

تېره ورځ د ترکيې ولسمشر اردوغان د فلسطين د ستونزې، د اسرائيلو له خوا په فلسطينيانو د ظلمونو او د امريکا له خوا بيت المقدس ته د واشنګټن د سفارت د انتقال په اړه توند غبرګون وښود او يادې کړنې يې په حقوقو تيری ياد کړ.

ولسمشر اردوغان په ملګرو ملتونو په سازمان هم نېوکې وکړې، چې د فلسطينيانو د مظلوميت او د اسرائيلو د ظلم په اړه چوپ دی، چې دا چاره به په نړۍ کې د ياد سازمان اغېز ټېټ او له منځه يوسي.

د يادونې وړ ده، چې د ترکيې په نننۍ ناسته کې افغان ولسمشر محمد اشرف غني، د بهرنيو چارو وزير صلاح الدين رباني، د ايران ولسمشر حسن روحاني، د پاکستان لومړی وزير شاهد خاقان عباسي او د نورو ډېر شمېر اسلامي هېوادونو لوړپوړي کسان برخه لري.