پيوند

ګلبدين توتاخيل/كندوز
پيوند پيوند كالى مې مه ګوره زړګى مې ګوره
په لباس نـــه ده غيرتې ښائسته تندى مې ګوره
په شونډو نشته ده خندا زخمې زخمې شو وطن
يمه مشغول په ټكـــــورونو خوږ لالى مې ګوره
زۀ چى هر كله ليونى ستا په كوڅو كښې ګرځم
ګريوان ته مه ګوره په پشه تللى ازغى مې ګوره
د تاريخ پاڼو ته مې لګ په زير او زوراو ګوره
د تورې شرنګ بيا هيبت ناكه ليونى مې ګوره
وس چه په زړۀ باندى زخمې يم اُميدونه لــــرم
ژوند د مړانى دنيكه لږ پخوانى مې ګـــــــوره
سترګى مې سرى دى د خړسترګو ياري نه كومه
دهمت نښه لــــــرم ول په ول پټكى مې ګــــوره
چه د نيكه په پل روان يمــــــه قـــــدم په قدم
نو توتاخيلـــــه! په غليم باندي برى مې ګوره