امريکا او عربي هېوادونو د لبنان په اکثريت واکمن (حزب الله) ګوند بندېزونه ولګول

روهي (پنځه نۍ/۲۷ د غوايي)، د امريکا متحدو ايالتو او ورسره په عرب ټاپوزمه کې د امريکا ملاتړو هېوادونو په لبنان کې اکثريت شيعه بريالی شوي حزب الله باندې مالي بندېزونه ولګول.
 
د امريکا د ماليې وزارت ويلي، چې د ګوند مشر حسن نصرالله او ورسره نور لوړپوړي کسان يې د امريکا د پيسو د بندېزونو په لېسټونو کې راغلي دي.

د حزب الله له بريا وروسته ټاکل شوې ده، چې امريکا به د لبنان په اړه خپل سياست بدل کړی او شونې ده چې امريکا او اسرائيل په لبنان برېدونه وکړي او ياد ګوند ته ستونزې جوړې کړي.

له امريکا پرته عربي هېوادونو کله سعودي عربستان، بحرین،‌ کویت، عمان،‌ قطر او متحده عربي اماراتو هم په حسن نصرالله او د حزب ډلې په نورو مشرانو مالي او د تګ - راتګ بندېزونه لګولي دي.

حزب الله په لبنان کې ايران ملاتړی شيعه ګوند دی، چې د تېرې اونۍ په پارلماني ټاکنو کې يې غوڅ اکثريت رايې تر لاسه کړي او د ياد هېواد لپاره به لومړی وزير معرفي کړي.