
روهي (پنځه نۍ/۲۷د غوايي)، د ترکيې ولسمشر رجب طیب اردوغان د اسرائيلو له خوا په فلسطينيانو باندې پوځي برېدونه او ظلمونه غندلي او همدا ډول يې اسرائيلي ډېپلماټان يې له ترکيې څخه شړلي دي.
اردوغان په غزه کې د اسرائيلي پوځ له خوا په فلسطيني لاريون کوونکو بريدونه په سختو ټکو وغندل او په دې اړه يې د ملګرو ملتونو په چوپتيا نېوکه وکړه.
ولسمشر اردوغان وايي، "د ملګرو ملتونو سازمان بيت المقدس ته د امريکا سفارت د انتقال او د اسرائيلي پوځ له خوا د سلګونه فلسطينيانو د وژلو کېدو په اړه چوپ دی، مانا دا ده، چې د ياد سازمان وخت پای ته رسېدلی او د پاشلو په حالت کې دی."
له دې وړاندې د ترکيې او اسرائيلو؛ په غزه کې د اسرائيلي حکومت د کړنو په اساس سره اړېکې کړکېچنې شوې او سياسي ډېپلماټان يې له خپلو هېوادونو شړلي وو.