
(روهي ـ ۱۳۹۷لمریز،غويي۲۷مه) د راپورنو پر بنسټ؛ د امریکا د سنا د استخباراتو کمېټې د رایو په اکثریت جینا هاسپل د سي ای اې مشرۍ ته بریالۍ کړې ده.
ویل شوي، چې له دې وروسته به سناتوران نوموړې تاییدوي او تر تایید وروسته به د سي ای اې چارې ورسپارل کېږي.
په راپورنو کې راغلي، چې په دې سره به هاسپل د سي ای اې په تاریخ کې لومړنۍ مېرمن وي چې ددغه مهمې استخباراتي ادارې مشري کوي.
د استخباراتي کمیسیون تر تایید وروسته به د سنا په عمومي غونډه کې د نوموړې په اړه بحث کېږي او د تایید رایه به ورکول کېږي.