
راشه زړه ته مې غوږ شه
زما تروري سترګې وګوره
زما يخ لاسونه لمس کړه
زما خالي غيږ راډکه که
زما نيمګړي خوبونه پوره که
بې لتا راته دنيا پردۍ ده
نورې د فراق فاصلي پرې که
زه ستا د جدايي زور نلرم
سلهاو شپې بې لتا تېری شوی
زه پکې ستا يادونو ته لکه شمع سوزم
ستا يادونه تل راڼه ساتم
نو څنګه تا هېره کړم!
زما ليونۍ مينه ستا ده
بې لتا مې نفرت د ځان او جهانه دی
تا هيرولي نه شم
تا هيرولې نشم
د اورېبرو پوهنتون روغتون
۲۰۱ لمبر خونه
۴ ام د جولای-۲۰۱۰