
(روهي ـ ۱۳۹۷لمریز،غويي۲۷مه) تازه پاکستان تمه کوي، چې له افغانستان سره په اړیکو کې ښه والی راولي او بې باورۍ له منځه یوسي.
ددغه هېواد دفاع وزیر خرم دستګیر خپل پارلمان ته ویلي، د افغانستان او پاکستان ترمنځ په اړیکو کې ګڼې ستونزې موجودې دي.
هغه ویلي، چې دا ستونزې باید له منځه یوړل شي او پاکستان غواړي د افغانستان په همکارۍ په دوه اړخیزو اړیکو کې ښه والی راولي.
تر ده وړاندې د پاکستان د ملي امنیت شورا سلاکار ناصر خان جنجوعه هم ویلي، دوی به پوره هڅه وکړي چې ددواړو هېوادونو ترمنځ اړیکې سمې شي.
نومړي د اړیکو د سمولو لپاره یې د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت د سیاسي مرستیال حکمت خلیل کرزي له هڅو هم مننه کړې ده.
باور دا دی، چې د افغانستان او پاکستان اړیکې سمې شي په سیمه کې د ډيرو ناکراریو مخه نیول کېدلی شي.