
(روهي ـ ۱۳۹۷لمریز،غويي۲۷مه) د ترکيې ولسمشر رجب طيب اردغان د اسلامي نړۍ له مشرانو غوښتي، چې د راتلونکې جمعې په ورځ استنبول ښار کې د اسلامي همکارۍ سازمان په بېړنۍ غونډه کې ګډون وکړي.
ویل شوي، چې دوی به د فلسطين پر خاوره د اسراييلو پر تېري خبرې اترې وکړي.
هغه تېره ورځ د اسلامي همکارۍ سازمان نه وغوښتل چې په دې اړه يوه بېړنۍ غونډه وکړي.
ویل شوي، چې د قطر او الجزاير لومړيو وزيرانو له يلدريم سره ژمنه کړې، چې دې غونډه کې به ګډون کوي، او دا چې يلدريم دغه راز د بنګله دېش، پاکستان او المغرب له لومړيو وزيرانو هم د ګډون غوښتنه کړې ده.
د افغانستان د بهرنيو چارو وزارت هم په دې اړه، څرګنده کړې چې له نړيوالې اجماع سره همغږي دي.
بل خوا عرب هېوادونه بیا نن په همدې اړه يوه غونډه لري، چې لومړي وزيران به په کې ګډون وکړي.
قدس ته د امريکا د سفارت د انتقال په ورځ زرګونو فلسطينيانو په لاريونونو لاس پورې کړ، چې پر لاريونوالو د اسراييلي پوځ د بریدونو په ترڅ کې د کوچنيانو په ګډون له ۶۰ تنو ډېر ووژل شول او زرګونه نور ټپیان شول.