
(روهي ـ ۱۳۹۷لمریز،غويي۲۶مه) د امریکا په ارزونیا ایالات کې یوه مسلمان محصل پولیسو ته ویلي، چې د ۵نجونو له خوا د جنسي زورونې له ګواښ سره مخامخ شوی دی.
دغه مسلمان محصل د امریکا په ارزونیا ایالات کې زده کړې کوي؛ پولیسو ته خبر ورکړی، چې ۵تنه خپلې ټولګیوالې یې جنسي زورونې له مخې ګواښوي.
د ارزونیا ایالات پولیسو هغه نجونې په خپلو اوسېدو ځایو کې نیولې، چې خپل ټولګیوال له جنسې زورونې سره مخامخ کړی دی.
دغه پنځې تنه محلې او یمنی مسلمان عصام الشرعبي په یوه پوهنځي کې زده کړې کوي.
ویل شوي، چې یادې نجونې د عصام کور ته ورغلي او په اپارتمان کې یې د ددغه هلک اوسېدو ځای بند کړی دی.
یمني محصل له ده سره د ناوړه چلند وروسته له خپلې خونې وتلی او له پولیسو سره اړیکه نیولې ده او هغه نجونې یې ورپېژندلې دي.
له دغو نجونو یوې اعتراف کړی دی، چې دغه محصل رواني ناروغي لري او له دې وړاندې یې څو ځلې د جنسې اړیکو غوښتنه کړې ده.