امنیت شورا کې د اسرائیل او فلسطین د استازو پر یو بل نیوکې کړې

(روهي ـ ۱۳۹۷لمریز،غويي۲۶مه) کله چې د غزې او اسرائیلو په پوله لسګونه فلسطینیان ووژل شول، له هغې یوه ورځ وروسته د اسرائیلو او د فلسطین استازو د ملګرو ملتونو په امنیت شورا کې پر یو بل سختې نیوکې وکړې.
 
د راپورنو پر بنسټ، د اسرائیلو پر ضد د څو اوونیو اعتراضونو له کبله د اسرائیلي  ۵۸ فلسطینیان ووژل شول او تر ۱۲۰۰ زیات نور ټپیان شوي دي.
 
هلته د ملګرو ملتونو د امنیت شورا په بیړنۍ غونډه کې فلسطیني استازي ریاض منصور د اسرائیلو هغه اقدام وغانده چې د فلسطینیانو ډله‎ییزه وژنه او د بشریت ضد جنایت وباله.
 
بل خوا د اسرائیلو سفیر ډاني ډانون د ځواک د کارولو دفاع کړې ده.
 
په ملګرو ملتونو کې د امریکا استازې نیکي هیلي بیا ویلي:
"په‎دې خونه کې بل هېڅ هېواد به د اسرائیلو هومره په زغم اقدام ونه‎کړای شي."
 
همدارنګه د برېتانیا او جرمني په ګډون ځینو هېوادونو په‎دې تاوتریخوالي اندېښنه ښودلې.
 
بلجیم او ایرلنډ هم له اسرائیلو خپل سفیران ورغوښتي او ترکیې په مؤقته توګه په عکس‎العمل کې د اسرائیلو سفیر له انقرې ایستلی.
 
په ورته وخت کې اسرائیلو هم د ترکیې په وړاندې ځوابي اقدام کړی.