شمالي کوریا د کېم او ټرمپ غونډه رد کړې

(روهي ـ ۱۳۹۷لمریز،غويي۲۶مه) د جنوبي کوریا خبري اژانس یونهاپ راپور ورکړی، چې شمالي کوریا تیره ورځ د کېم او ټرمپ ترمنځ ناسته لغوه کړې ده.

بل خوا د شمالي کوریا رسمي ویب پاڼې بیا ویلي، پیونګ یانګ د امریکا او جنوبي کوریا تر مینځ ګډ پوځي تمرین له امله د کیم او ټرمپ لیده کاته ردوي.

معلوماتو له مخې، امریکا باید د دې لمسوونکو پوځي تمریناتو په اړه د امریکا او شمالي کوریا د غونډې د برخلیک په اړه فکر وکړي.

باور دا شوی، چې شمالي کوریا، جنوبي کوریا او امریکا یو له بل سره اړیکه د دې لامل کیږي چې د دواړو کوياګانو اړیکه پیاوړې کړي، مګر د امریکا او جنوبي کوریا پوځي تمرینونه به ټولې هڅې ناکامه کړي.